د ځوانانو د بلوغ دوره او د والدینو ر فتار باید څه ډول وي؟

د ځوانانو د بلوغ دوره او د والدینو ر فتار باید څه ډول وي؟

بلوغ په نویو ځوانانو کي ډېر تغیرات منځ ته راوړي، چي کېدای سي هم د هغو لپاره او هم د والدینو لپاره سخت وي. ډېری داسي کړني سته چي په عملي کولو سره یې تاسو دا حالات د خپلو اولادنو لپاره اسانه کولای سی.

خپلو اولادونو ته مو د بلوغ په دوره کي ډېره ډاډګېرنه ورکوئ او همدلي ورسره وکړی. هغوی ته ووایاست چي دا یو طبیعي او تېرېدونکی حالت دی او دا د کوچنیوالي څخه د ځوانۍ دورې ته داخلېدل دي.

د هغوی شخصي حریم ته درناوی وکړی. کېدای سي هغوی په دې وخت کي ډېر د شرم احساس ولري.

د بلوغ په وخت کي کېدای سي چي ستاسي اولادونه خپل بدني جوړښت د نورو سره مقایسه کوي او په اړه یې اندېښمن وي، تاسو د هغوی سره کومک وکړی او ورته ووایاست چي د هر انسان بدني جوړښت د بل انسان سره فرق کوي.

د خپلو اولادنو د غوصې په وخت کي هغوی ته د آرام اوسېدلو توصیه وکړی او مخکي د دې څخه چي د مشکلاتو په اړه يې ورسره وږغېږی، پرېږدی چي غوصه یې سړه سي.

د بلوغ په وخت کي دا چي هغوی څه ډول جامې خوښوي، یا هم د کومو شیانو سره علاقه لري چي ترسره يې کړي، نو تاسي یې ملاتړ وکړئ او پر هغوی د ډېر فشار راوستلو څخه ډډه وکړئ.

د بلوغ په وخت کي د هغوی خبرو او کارونو ته ډېره توجه وکړئ، پر هغوی باندي د زیاتي غوصې کولو څخه ډډه وکړئ.

په دغه دوره کي مو د اولادونو تر منځ تبعیضي چلند او د یوازي والي احساس مه ورکوی، تر څو ستاسو څخه لېري والی غوره کړي.

ژباړه: عایشه عزیزي



ليکني او ژباړي هر اړخيز او معلوماتي
t