د ځان په اړه د بدشکلۍ احساس کول، علایم او درملنه یې

د ځان په اړه د بدشکلۍ احساس کول، علایم او درملنه یې

هغه اشخاص چي د بدشکلۍ احساس کوي، وسواسي افکار او رفتار لري او د خپل بدن څخه یو ډول شرم احساسوي. د دغه اشخاصو دغه احساس ډېر پر چهره متمرکز وي. د دوی دا باور کېدای سي خیالي وي او په حقیقت کي داسي کوم څه نه وي.

د دغه حالت شروع کېدا د بلوغ د دورې څخه وي، ځکه په دغه دوره کي د انسان په بدن کي ډېر تغیرات رامنځ ته کېږي.

په انسانانو کي پر ځان د بدشکلۍ احساس کولو نښي:

د بېزارۍ او تشویش احساس کول.

په دې عقیده درلودل چي نور خلک دوی ته په کمه سترګه ګوري.

همېشه ځان د نورو سره مقایسه کول.

داسي اشخاص همېشه د ځان په اړه د نورو نظر پوښتي او کله چي مثبت ځواب ترلاسه کوي، نو بیا باور نه کوي.

په دوامداره ډول په هینداره کي ځان کتل او یا هم په ذهن کي همېشه د ځان په اړه منفي فکر درلودل.

د خپل ډېر وزن او یا لږ وزن له کبله بد احساس درلودل.

د وریښتانو یا پوستکي د مشکلاتو له کبله همدا احساس درلودل.

د خپل ډېر جګ قد او یا ټیټ قد له کبله بد احساس درلودل.

د ځان په اړه د بدشکلۍ احساس د مینځه وړلو لپاره درې لاري دي:

په فردي توګه درملنه: په خپلو رفتارونو او ناسمو فکرونو په لمنځه وړلو کي په خپله تغیر راوستل یعني د خپل دې ناسمو فکرونو او رفتارونو خلاف عمل په ورځني ژوند کي ترسره کول.

د درملو پواسطه یې درملنه کول چي د ډاکټر سره د لیدني وروسته هغه لازم درمل ورکوي.

او د خپلي کورنۍ سره د خپلو دې احساساتو په اړه ږغیدل او په مقابل کي یې د هغوی حمایت.

ژباړه: عایشه عزیزي


روغتيا ليکني او ژباړي معلوماتي
t