کابل کي د والیبال روزونکو لپاره کورس پيل سو

کابل کي د والیبال روزونکو لپاره کورس پيل سو

د مسئولینو په خبره د والیبال لومړۍ درجې دا ۵ ورځنی کورس پرون سې شنبه په کابل ولایت کي پيل سو، چي موخه ئې ورڅخه د والیبال د روزونکو وړتیاوو لوړول ښودل سوي.

د افغانستان د بدني روزني عمومي ریاست چارواکي وايي، چي د والیبال په دې روزنیز کورس کي ۳۵ نارینه او ښځینه روزونکو ګډون کړی، چي یادو روزونکو ته د نړیوال روزونکي یوسف صادقي او د لوبڅارانو د کمېټې مسئول فهیم صمیم له لوري زده کړي ورکول کیږي.

د افغانستان د بدني روزني ریاست فني او مسلکي مرستیال حمیدالله کبیر دا ډول کورسونه ګټور وبلل او زیاته ئې کړه، چي په دې سره به د والیبال لوبغاړو وړتیاوي زیاتي سي.

حمیدالله کبیر د بدني روزني ریاست لخوا د کورس ګډونوالو ته د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ.

د یادولو وړ ده، چي له دې ګډونوالو ۳۵ روزونکو څخه به د کورس په پاي کښي نظري او عملي ازموینه واخیستل سي او بریالیو کسانو ته به د نړیوال والیبال فدراسیون له لوري لومړي درجه سندونه ورکړل سي.

صابر حمیدي



ورزش، روزنیز کلاس
t