د معلولینو کرکټ ملي لوبډله هند ته لاړه

د معلولینو کرکټ ملي لوبډله هند ته لاړه

د افغانسان د افغانستان د معلولینو کرکټ ملي لوبډله هند ته تللې.

ددې سفر موخه د نړیوال جام سیالیو چمتوالی ښودل شوی دی.

کرکټ بورډ ویلي دغه لوبډله به د جولايي میاشتې له یولسمې نیټې څخه تر دیرشمې پورې په یاد هېواد کې تمرینات ترسره کړي.

تر دې تمریناتو وروسته به لوبډله د اګست میاشتې په لومړۍ نیټه انګلستان هېواد ته په نړیوال جام سیالیو کې د ګډون په موخه سفر وکړي.

د معلولینو نړیوال جام سیالۍ چې د اګست په څلورمه نیټه پیلیږي پر افغانستان سربیره به پکې انکلستان، هندوستان، پاکستان، بنګله دیش او زمبابوې لوبډلې هم ګډون ولري.

کوم لوبغاړي په کې اخیستل شوي؟

افغان کرکټ بورډ دلته د هغو افغان لوبغاړو نومونه لیکلي چې نړیواله جام ته چمتوالی نیسي:

احمدالله احمدزی، شفیق الله صمیم، نبي الله نبي، عبدالله لیوال، حزب الله، عبدالله جبارخیل، صفت الله، فرید شیرزاد، محمد اشرف، سین الله، سمیع الله، عبیدالله اکبري، جمیل شاه مندوزی، قدرت الله، نثار احمد، نظر محمد، شعیب محسن، طفیل، زبیر ځدراڼ او شیرین اغا شامل دي.


معلولینو ټیم
t