په کابل کي د باوولینګ ټاکنیزي سیالۍ ترسره سوې

په کابل کي د باوولینګ ټاکنیزي سیالۍ ترسره سوې

د مسئولینو په خبره د نارینه وو ترمنځ د کابل منتخبي لوبډلي ته د غوره لوبغاړو موندلو په موخه د باوولینګ دوهم پړاو سیالۍ ترسره سوې، چي لوبي ئې د افغانستان د باوولینګ فدراسیون تر نظارت لاندي ترسره سوې.

د افغانستان د بدني روزني عمومي ریاست مسئولین وايي، چي په دې سیالیو کي ۲۲ لوبغاړو ګډون کړی وو، چي له ډلي ئې ۶ لوبغاړي د کابل منتخبي لوبډلي ته غوره کړل سول.

د دوی په خبره، چي همایو شجاعي د ۵۷۸ نمرو په خپلولوسره لومړی مقام، محمود الحق د ۵۲۹ نمرو په خپلولو سره دوهم مقام او عبدالناصر صدیقي بیا د ۵۱۸ نمرو په خپلولو سره دریم مقام خپل کړ.

د نارینه وو ترمنځ د باولینګ دا لوبي کابل کي پر داسي مهال ترسره سوې، چي نن د ښځینه وو ترمنځ د باوولینګ لوبي پېلیږي.

صابر حمیدي

 


کابل، ورزش
t