د کندهار د کیک بوکس لوبډله د سیالیو لپاره کابل ته تللې

د کندهار د کیک بوکس لوبډله د سیالیو لپاره کابل ته تللې

د کیک بوکس دا لوبډله د اطلاعاتو کلتور ریاست د ځوانانو همږغۍ مدیرت په همږغۍ کابل ته د ولایتي سیالیو لپاره تللې.

د مسئولینو په خبره پرون د سې شنبې په ورځ کابل ولایت کي د ۲۸ ولایتونو ترمنځ د کیک بوکس سیالۍ پيل سوې، چي د کندهار د کیک بوکس منتخبې لوبډلي هم په کښي ګډون کړی.

د کندهار د کیک بوکس فدراسیون مسئول میرویس فرقانیار زما راډیو ته وویل، چي په دې سیالیو کي له کندهاره ۷ تنه لوبغاړي په بیلابیلو وزني کټګوریو کی لوبي ترسره کوي.

د افغانستان د بدني روزني عمومي ریاست چارواکي بیا وايي، چي په دې سیالیو کي د هیواد د ۲۸ ولایتونو تر څنګ په ایران کي د میشتو مهاجرینو له ډلي ۲۳۵ لوبغاړو ګډون کړی.

د دوی په خبره، چي یاد ۲۳۵ لوبغاړي به په ۵ ورځو کي د کیک بُکس سیالۍ ترسره کړي.

د ورکړل سوو معلوماتو له مخي، چي لوبغاړي دا لوبي په ۱۱ وزني کټګوریو کي د ۴۸ څخه تر ۸۵ کیلو ګرام وزن پوري ترسره کوي.

ددې سیالیو موخه د کیک بُکس افغان ملي لوبډلي ته د غوره لوبغاړو موندل دي، چي د سیالیو په وروستیو کي به ۴۰ لوبغاړي ملي لوبډلي ته غوره کړل سي.

صابر حمیدي

 



بوکسینګ، ورزش، کندهار
t