په کانکور کې که بریالی سو څه وکړو؟ یا که پاته سو څه وکړو؟

په کانکور کې که بریالی سو څه وکړو؟ یا که پاته سو څه وکړو؟

کانکور آزموینه په افغانستان کې دولتي او نیمه دولتي لوړو زده کړو ته د لار موندلو یوه لار ده، ټول سرنوشت ندي.

که څه هم د افغانستان کانکور سیسټم په دی وروستیو کې ښه سوي خو اوس هم معیاری او نوي ندي. تیرو کلونو نتیجو، پوهنتونو ته د تللي کسانو او بیا کاري مارکیټ کې ددوی پایلو ته په کتو زما په نظر تر اوسه لا هغه سیسټم ندی چې ښه استعدادنو دي تشخیص کړي او ندي د ډیرې ښې نتیجي توقع تري وسي، په هرصورت اوس یو معیار دی، ډیر یې په څرنګوالي بحث نکوو.

نن د کانکور نتیجې اعلانیږي، په زرګونو کسان به دولتي لوړو او نیمه لوړو زده کړو ته بریالي سي، مبارکې ورته وایم، خو په زرګونه کسان ممکن هغه رشته چې ددوي انتخاب وه، به ونه توانیږي، او یا به بیخي بریالی نه سي، ندي خفه کیږئ.

ډیری زده کوونکي په کانکور کې په دی خاطر نه پاتیږي چې دوی یې وړتیا نه لري، بلکې دوی یا امکانات نه لري،لیرې پرتو سیمو کې اوسي، محرومتونو سره مخ وي، یا سمه لارښوونه نه وي ترلاسه کړي چې څه او څرنګه یې ولولي.

که څه هم شپږ کاله مخکې ما په کانکور کې په ښو نمرو هغه پوهنځې ته ولاړم چې علاقه مې ورسره وه. نورې نورې رشتې مې انتخاب نکړی که زه هغې پوهنځې ته بریالی سوي نه وای، نوډیرې نورې لارې وې چې ما دا رشته لوستي وای ممکن تر دی مې په ښه ځای کې او له ډیرو لاسته راوړنو سره.

خو ددي لپاره چې زه دي رشتې ته بریالی سم نو ما د کانکور اماده ګې په یوولسم ټولګې کې وویله،په دوولسم کې مې د دوهم ځل لپاره بیا ولوستله.

زه مجبور وم له اووم څخه تر دوولسم ټولګې پورې ټول کتابونه تر کانکور پورې څو ځلې ووایم،تاریخ، او څو نورو کتابونو سره چې زما علاقه نه وه یوازې د یوولسم او لسم ټولګې تاریخ ما تر کانکور پورې څو څو ځلې لوستې وو، زه مجبورم ټول کتابونه ډیر دقیق ولولم. په داسې حال کې زما علاقه له داسې رشتې سره وه چې د ښوونځې ډیر کمو کتابونه ورسره تړاوو درلود.

له مجبوریت ما ټول کتابونه دومره دقیق لوستل چې چا به پوښتنه رانه وکړه ما د ځواب تر څنګ د هغه پاڼه او څپرګی هم ورته ښودل، کاش نه واي ځکه دا ټول روانی فشار و، نه سمه مطالعه او لیاقت.

بلاخره کانکور رانژدې سو، له ما نه د کورنۍ غوښتنه دا وه چې زه باید طب ووایم،ممکن دوی د ډاکټرانو ښه اقتصادی ژوند لیدلی و یا داسې یوه رشته چې هرځای ممکن کار وکړي خو ما ورته وویل زه له طب سره علاقه نلرم او دوهم دلیل یې داده چې اووه کاله طب دی، څلور یا پنځه کاله یې تخصص دی،بې له تخصص څخه فکر نه کوم زه دی په دي برخه کې وځلیږم یا دا مسولیت مناسب وي، او بیا یو دوه کاله زه،ناروغ او معاینه خانه نه سو سره پیدا کولاي،نو دومره وخت حوصله نلرم. او بل زه له ټکنالوجې سره علاقه لرم او په دیارلس کاله کې ډیر څه کولاي سم.

ما په کانکور کې هغه څه انتخاب کړو چې علاقه مې ورسره درلوده، ور کامیاب سوم،ټول ویل چې زه بریالی زده کوونکی وم ځکه زما د ښوونځي کې لوړې نمرې درولودي، او په کانکور کې هغه څه ته ولاړم چې ما غوښتل، خو اصلاُ ما تر ګټه تاوان ډیر کړي وو، بلا رواني فشارونه مې زغملی وو،یوازې په دوه کلونو کې اخترونه او یوه یوه ورځې تفریح کوله. ما سره ویره وه چې باید که زه په کانکور کې بریالی نسم،ممکن هرڅه له منځه ولاړ سي. نو مې ټول خوښ او ناخوښ کاپی پیست او یادول. کله چې زه پوهنتون ته ولاړم، نور مې ځان سره مې وویل چې دا ځل به نمرو او سند ته درس نه وایم ځان ته به یې وایم.

ما لیسانس هغه ډول وویل چې مې غوښتل، ډیر څه مې زده کړو، له پوهنتون څخه نه بلکې له خپل پلان څخه او علاقې څخه.
ما هیڅ کله هم ټول وخت پوهتنون ته ورنکړ، بهر مې کورسونه ولوستل،انلاین مې زده کړي وکړي، له بریالیو کسانو سره مې ناسته ولاړه درلوده. هغه څه په لټه کې وم چې سبا زه په کارې مارکيټ کې ورسره مخ کیږم، ځکه زه پوهیدم چې د افغانستان د پوهنتونونو کریکولم د کارې مارکیټ ۴۰٪ اړتیاوې نه سي پوره کولاي. له هیواد بهر د افغاني پوهنتونونو په ډیپلوم څوک فوټبال هم نه کوي،دنده په اسانی نه ورکوي،تر څو خپله ورسره کوشش ونه کړي. زه باید هغه څه زده کړم چې زما ژوند بدل کړي، نوي څه باید ولولم،…
زه فارغ سوم خو په اولنمره ګې نه بلکې په متوسط نمرو چې له سره مې ځانته خوښې کړي وي. خو تر فارغیدو مخکې ما ځان ته کارآفریني کړي وه،ګټورې اړیکې مې جوړې کړي، هیڅ دندې ته مې اړتیا نه درلوده. زما ډیری ټولګیوال له فارغیدو وروسته په دندو پسې ګرځي، خو اوس هم ډیری بې دندې دی، دوي له پوهنتون څخه ډیپلوم ددي لپاره زر واخیست چې چیرته دندې ته اپلای وکړی، دري ځلي دولتي دندې کولو غوښتنه رانه وسوه،ورته ومي وویل چې نسم کولای، غواړم خپله کمپنۍ مخته یوسم. ما تر اوسه جوړ ډیپلوم د پوهځني له ادارې څخه نه دي راخیستي ځکه اړتیا یې نسته. څو کاله مخکې مې شهادت نامه اخیستی،د ځینو کورسونو سند لرم تر ننه چا پوښتنه ونه کړه چې ته له ښوونځي فارغ یې کنه، که پوښتنه څوک کوي وای څه دي زده دي کنه؟
ما ډیری کسان ولیدو چې کلونه پخوا له پوهنتون څخه فارغ سوی،حتا ماسټرې لري، تراوسه کومه لاسته راوړنه نه لري، یوازې یوه عادی دنده مخته وړي او بس.

په دنده او ژوند کې د پرمختګ لپاره انګيزه مهمه ده، په دي فکر په کار دی چې څنګه په ژوند او دنده کې باانګيزه واوسو.

اوس وخت کې تش په نوم لوړې زده کړې مهمه ندي،لوړو زده کړو کې کيفيت او کس انګيزه او هوډ مهم دی، دا مهمه ده چې کس کومې وړتياوي لري، څومره خپل ژوند او کار کې مثبت بدلون راوستلی شي او څومره ټولنې ته ګټور دي.

په نړۍ کې شاخوا ۴۰۰ میلیونه کسان کارآفرینان دی، او دوی کې یې ډیری پوهنتون یا ندی لوستی یا ناوخته لوستی دی،خو اقتصادی ژوند یې جوړ دی، په چارو کې ښه ماهران دی. بله خوا یونیم میلیارد کسان له شخصي،دولتی او نړیوالو ادارو سره په دندو بوخت دی او دوی اکثریت یې پوهنتون لوستي،خو پوهنتون یې ستونزې ندي حل کړي او اړ دی چې نوي مهارتونو زده کړی یا له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان وی.

ریچارډ برانسون پوهنتون ونه لوستل خو ویرجن ګروپ یې جوړکړ اوس په فضا کې هوټلونه جوړوي. بیل کیټس له حقوقو څخه څخه ډراپ سو، مایکروسافټ کمپنې جوړه کړه. مازوکربورګ به پوهنتون نه ډراپ سو، فیسبوک یې جوړ کړ. سټیو جابز له پوهنتون نه ډراپ سو،اپل کمپنۍ یې جوړه کړه. جک ما ناکام سو، علې بابا کمپنۍ جوړه کړه. او داسې نور په زرګونه کسان، که ما هغه دومره بې ځایه زحمتونو په ځای، په هغه څه کې بوخت واي چې علاقه مې ورسره درلوده ممکن اوس ما ډیر څه کړي وای.
دا پورته او نور کسان چې ما یې یادونه وکړه دوی له پوهنتون نه ډراپ سو، یا ناکام وو خو وروسته ډیر بریالی سو بیا یې څو څو افتخارې دوکتوراوي له هغه پوهنتونونو څخه ترلاسه کړي چې دوي یې ناکام کړي وو، ولي دوی یوه هم سند ته ارزښت نه ورکول، بلکې وړتیا او نوښت ته يې ارزښت ورکول.

یوه مقاله مې ولوسته چې یو کس ډیر علوم(لیسانس،ماسټرې،دکتورا) لولي همدومره محافظه کار کیږي، او له ماجراجویې څخه لویږي.
محافظه کار خلګ ډیر نوښتګر نه وي.

تاسو به ډیر کم خلګ پیدا کړی چې دوی دي دوکتوراوي ولري او ډیر اختراعات او نوښتونه دي کړي وي، ځکه تراوسه هغو کسانو ډیر نوښتونه او اختراعات کړي چې یو څه سره پوره علاقه درلوده، لکه آډیسون، انشتاین، نیوټن، سټیو جابز، ریچارد براسون، آلان ماسک،زوکزبورګ،سټیو وازنیاک،….
دیته ورته کسانو ډیره مطالعه او تجربه درلوده، نه ډیر سندونه. ډیره مطالعې او تجربې ترتش په نوم سندونه څخه سل ځلې بهتره دي.
نو کانکور یو فرصت دي چې تاسو د خپلې خوښې رشتې ته لار ومومي، که مو د خوښې رشتي ته لار نه وي موندلي نو ژوند اوږد دي. د زده کړو په ډګر کې یو کال ډیر کم وخت دي، که تاسو داسې رشتي ته ولاړ سې چې علاقه نه ورسره لري، ممکن وروسته په کلونو بې کارۍ او نورو ننګونو سره وخت تیر کړي.

لیکنه: آغاملوک سهار


د کانکور په اړه لیکنه
t