په اسلامي خلافت کې د واک انتقال څرنګوالی – دري پنځوسمه – برخه

په اسلامي خلافت کې د واک انتقال څرنګوالی – دري پنځوسمه – برخه

د الراشد بالله کینه هماغسی د سلطان مسعود پر وړاندی موجود وه او هڅه یې کاوه چې له هر امکان څخه د هغه په مقابل کې کار واخلي، په ډیرو امیرانو او سردارانو وګرځید ځینی ورسره د خلافت ترلاسه کولو کې تیار و ځینی نه و، بلاخره یوه ډله ناراضه امرا یې وموند چې ملاتړ یې وکړي خو د ابن اثیر لیکي چې معزول خلیفه د بیا ځل خلافت ارمان ځان سره ګور ته یوړ ځکه چې نوموړی ۵۳۲ کال کې د خپلو غلامانو په وسیله ووژل شو.
د الراشد له وژل کیدو وروسته ځینی امیران لا هم له سلطان مسعود څخه ناراضه و او دا ناراضي د نوموړي سلطان تر مړینی ۵۴۷ هجري پوری دوام لرل.
مورخین نیږدي په یوه خوله سلطان مسعود د سلجوق سلطنتي کورنی وروستی محافظ ښودلی چې د مړینی سره یې د نوموړي کورنی شان او عظمت هم زوال کوي، دا خبره هغه وخت ښکاره شوه چې کله نوموړی سلطان ومړ بغداد کې د هغه واکداره استازي مسعود بلال د مقتفي الامرالله له ویری بغداد نه تښتي.
سلجوق امرا د هغه وراره سلطان ملک شاه بن محمود سلطان ټاکي خو هغه هم د کورني مخالفتونو په وجه له دندی معزول کیږي او پر ځای یي د هغه ورور سلطان محمد بن محمود پر تخت کينوي.
د سلطان مسعود مړینه هغه فرصت و چې خلیفه له ډیره وخته ورته په انتظار کې و، نو کله چې مسعود بلال له بغداد څخه تختي خلیفه عملآ د جګړی میدان ته داخلیږي او مسعود بلال په تکریت کې ماتوي او ټول مال او دارایی یې ضبطوي.
په دغه بریاوو کې چې خلیفه بغداد د استقلال لوری ته سوق کوي، ترک او عجمي ځواکونه ځپي دی کې لوی لاس د عون الدین ابن هبیره وه چې وروسته بیا خلیفه د عراق حکومت ورته سپاري او د سلطان العراق او ملک الجیوش لقب ورکوي.
مقتفي الامرالله نسبتآ د یو خپلواک خلیفه په توګه ۵۵۵ کې مري خو په صلیبي جګړو د نوموړي د ګډون کوم خبر نه ترسترګو کیږي، اما په هرحال مورخینو د نوموړي تدبر، سیاست او زړورتیا ستایلي.
مقتفي الامرالله پخپل ژوند خپل ځوی یوسف بن مقتفي خپل ولیعهد ټاکلی و خو د هغه بله میرمنه غوښته چې نوموړی له خلافت څخه بی برخی کړي او خپل ځوی ابوعلي خلافت ته ورسوي.
ندوي لیکي چې یوځل یادی میرمنی ځینو سرتیرو ته رشوتونه هم منلي و چې یوسف ووژني خو بریالی نشو. کله چې په ۵۵۵ هجري کې یوسف خلیفه شو ټولو امراو ورسره بیعت وکړ او د مستنجدبالله لقب یې ورکړ شو نو ابوعلي او د هغه مور زنداني کوي او بریدکوونکي وژني.

اکبر شیر



خلافت، لړۍ
t