نن مازیګر: کندهار ب منتخب او نیمروز ولایت د فوټبال پایلوبه ترسره کوي

نن مازیګر: کندهار ب منتخب او نیمروز ولایت د فوټبال پایلوبه ترسره کوي

د مسئولنیو په خبره د تیري یکشنبې په ورځ د کندهار په احمدشاهي فوټبال لوبغالي کي د ۵ ولایتونو ترمنځ د فوټبال ولایتي سیالۍ پيل سوې، چي له ډلي ئې کندهار ب منتخب او نیمروز لوبډلي پایلوبي ته لاره پيداکړه.

د کندهار د فوټبال فدراسیون رئيس نصیر احمد رحماني زما راډيو ته وویل، چي ددې دوو لوبډلو ترمنځ دا پایلوبه نن ماپښین ۵ بجې پېلیږي.

د رحماني په خبره، چي د کندهار ب منتخب او نیمروز منتخبي لوبډلي ترڅنګ په دې ټورنمنټ کي د کندهار الف منتخب، هلمند، روزګان او زابل ولایتونو ګډون کړی وو.

ددې سیالیو موخه د میوند اتلانو لوبډلي ته د غوره لوبغاړو موندل دي.

صابر حمیدي



د فوټبال پایلوبه
t