بنیادي کار ته اړتیا ده!

بنیادي کار ته اړتیا ده!

دا انځور د خان عبدالفغار خان (باچا خان) دی، څوک چې د عدم تشدد فلسفې سرلاری ګڼل کېده؛ زه یې په فلسفه څه نه وایم؛ ځکه زما له علمه پورته ده؛ خو را به شو؛ اساسي خبرې ته:
کله چې په ۲۰۱۵ م کال کې له پېښوره زمونږ کډه بیرته خپل وطن ته راغله او دلته په ننګرهار کې مېشت شو؛ نو ما به چې کله هم په خپل ښوونځي (سکول، مکتب) کې د باچا خان، عدم تشدد فلسفې، ډیورنډ کرښې، لر و بر پښتنو، شاعرانو، لیکوالانو، پښتنو اتلانو، د قومونو او ولسونو د ازادۍ او ویښتیا خبرې کولې؛ نو خدای شته، ډیری (ډیری څه چې ټولو) ټولګیوالو (کلاسمېټس، همصنفیانو) به راته حیران حیران کتل؛ ته وا زه د کومې دریمې نړۍ خبرې کوم او یا مې څه داسې عجیبه کشفیات ورته ویلي، چې دوی یې په اړه نه اوریدلي او نه یې په خپلو رډو رډو لیدلي.
ګرمتیا او ملامتي په خپلو همصنفیانو نه ور اچومه؛ بلکې حکومت او د پوهنې وزارت (منسټري اف ایجوکیشن) ګرم بولم، چې دوی یې تل له دې کیسو لیرې ساتلي؛ زمونږ په ټول تعلیمي نصاب کې یوازې دری څلور ځایه په یوه، یوه جمله کې داسې لیکل شوي:
(ډیورنډ یوه تپل شوې کرښه ده، چې په ۱۸۹۳ م کال کې د یو شپږ کسیز انګلیسي هیئت له لوري افغان حکومت سره لاسلیک شوه او د یاد پلاوي د مشر مارتمیر ډیورنډ په نامه سره دغه کرښه د افغانستان له لویدیځه تر ختیځه وکښل شوه).
دا خو یوازې ډیورنډ کرښه شوه، د باچا خان بابا نوم په ټولو (۱۲) تعلیمي کلونو کې دوه ځله ما په خپل کتاب کې لیدلی؛ یو ځل د غني خان په پېژندنه کې او بل ځای د ګاونډي هېوادونو تر سرلیک لاندې د پاکستان پېژندنې په موضوع (ټاپيک) کې چې ټوله یادونه یې همدومره وه:
(خان عبدالفغفار خان د پښتونخوا د سترو او ملي څېرو څخه دی، چې د انګلیس د استعمار او استبداد په وړاندې یې پاڅون وکړ او د خپل ژوند ډیرې شیبې یې په دې لار کې تیرې کړې دي. کله چې مهتما ګاندي په ۱۹۳۸ م کال کې د پښتونخوا څخه لیدنه کوله؛ نو له نږدې څخه یې باچا خان، د هغه مبارزې او د خلکو اخلاص ولیده؛ نو هغه ته یې داسې وویل: « زما دعا دا ده، چې پښتانه نه یوازې دا چې هندوستان خپلواک کړي، بلکې د همدې خپلواکۍ په برکت ټولې نۍ ته د نه تاوتریخوالي (عدم تشدد) اصول ور وپېژني).
مونږ ته په خپل ټول نصاب کې د کوزې پښتونخوا په شاعرانو کې یوازې غني خان په مفصله توګه او پوره تشریح سره را پېژندل شوی؛ د نورو پېژندنه یا له سره شته نه او یا چې وي؛ نو په دوو جملو کې؛ نه یې له ژونده خبر شو؛ نه له روزګاره، نه له فلسفې، نه له ادبي هلو ځلو او نه له شخصي ژونده؛ بس په دوو ټکو کې یې ختمه کړي؛ (پلانکی شاعر خورا پیاوړی، فصیح او نوم وتلی و، چې په دومره کال پیدا او په دومره کال مړ شو).
نو ټولو افغانانو خو په پېښور، چارسدې، کویټې، سوات، وزیرستان او باجوړ کې وخت نه دی تېر کړی، چې هغه به خپل نومیالي مبارزین (فقیر ایپي، خان عبدالصمد خان، باچا خان او لسګونه نور) وپېژني؛ هغوی خو چې څه په کتاب کې ورته لیکل شوي وي؛ نو یاد به یې کړي؛ هر یو کله دومره وس او یا هم شوق لري، چې د ازادو مطالعو کتابونه واخلي.
بله عجیبه یې لا دا ده، چې زمونږ زده کوونکي خو پرېږده، ان استاذان په خپل تاریخ او پښتو نه دي خبر؛ خپله خو مو یو کال د تاریخ استاذ (عبدالمحمد) نومېده، چې وچ شین پرچمي و، یوه ورځ مې داود خان ته شهید وویل؛ نو سخت یې ورټلم؛ ان تر دې چې خبره تر غال مغال ورسېدله او کله چې د زده کوونکو په شکایت له تاریخ مضمون ادارې لرې (برطرفه) کړ؛ نو په فرهنګ مضمون (سبجیکټ) کې یې له ۴۰ نومرو ۲۶ نمبرې راکړې؛ حال دا چې په ۱۴ نورو مضامینو کې مې پوره ۴۰، ۴۰ نمرې اخیستې وې؛ بده یې دا چې د ناکام هلک نومرې هم په دغه مضمون کې له ما زیاتې وې.
له دې وروسته مو دری کاله د تاریخ استاذي (قاري الیاس) وکړه، چې اصل کې د دیني او اسلامي مضامینو ښوونکی و او تعلیم یې ټول په لاهور کې کړی و؛ نو له سهاره تر ماښامه یې د پاکستان صفتونه کول او به پښتو او پښتنو یې خدای شته که فکر هم خراب و.
په پای کې به ووایم، چې ټول هلکان ازادې مطالعې ته لیوالتیا او لاسرسی نلري؛ حکومت باید په خپل تعلیمي نصاب کې د لر و بر، ډیورنډ کرښې او مظلمو پښتنو اتلانو، مبارزینو او میړنیو مضامین ځای پر ځای کړي؛ مونږ به د چین، مصر، عربي نړۍ، افغانستان او هند له میلاده پخوانی تاریخ چې په تیوریو او افسانو ولاړ دی؛ څه پر بلا وهو؛ اصل او رښتیا ته باید کار وشي او اصل د خپل ځان، نږدې ګاونډ او وروسته د نړۍ په پېژندلو کې دی.
دا هم د ویلو وړ ده، چې محکومت وطن (کوزه پښتونخوا) کې تعلیمي نصاب ټول د پنجاب په خوښه جوړ دی؛ نو هغوی به کله باچا خان وپېژني؛ خو د ځینو ویښو سیاسي حرکتونو، مدني ډلو، ټولنو او ادیبانو مننه، چې خپل ویده ولس ته د خپلو باباګانو ساندې رسوي؛ هغوی پرې را ویښوي او سمه لار ور ته ښايي.

یادونه: له خپل پلار جان به هم مننه وکړم؛ که څه هم نظریه مو سره یوه نه ده؛ خو له ماشومتوب راهیسې یې په کوزه پښتونخوا (نوشهره ضلعه اضاخیل سیمه) کې د پښتو ټولې ورځپاڼې (وحدت، جرګه، خیبر…) ټولې مجلې (لیکوال، پښتونخوا غږ، پښتون غږ، مینه …) او ډیر نور کتابونه راوړي او مونږ مطالعه کړي، چې پر برکت یې نن هر ملي خاین او ملي اتل پېژنو؛ منظور هم پېژنو، محمود خان هم پېژنو، اسفندیار مو هم نه دی هیر او غلام بلور هم پېژنو.

لیکنه: عابدالله



باچا خان، کار ته اړتیا
t