لغمان کې د بڼوالي سیستم د پراختیا او تجهیز پروګرام پیلیږي

لغمان کې د بڼوالي سیستم د پراختیا او تجهیز پروګرام پیلیږي

په لغمان ولایت کې د بڼوالي سیستم د لا پراختیا او تجهیزولو په برخه کې د نویو پرواګرامونو د پيل خبر ورکړل شو.

د لغمان د رسنیو دفتر وايي، دا خبرې د کرنې او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ زنځیروي ارزښت د ودې سکتور څخه راغلي پلاوي د لغمان له مرستیال والي سره لیدنه کې کړي دي.

د یاد پلاوی مشر او ددې وزارت د کرنې او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ دزنځیروي ارزښت د ودې سکتور د پروژې مسوول محمد یعقوب ګلزي ویلي چې د کرنې او مالدارۍ وزارت د نړیوال بانک په تمول غواړي د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د بڼوالۍ سیستم د لا پراختیا او تجهیز په موخه یو لړ پروګرامونه پیل کړي.

ده ویلي له دغه پروګرام څخه به دوه سترې موخې وې چې لومړی یې د بڼوالۍ د زنځیروي ارزښت د زیربناوو او اسانتیاوو ښه والی او ترڅنګ به یې د بڼوالۍ د محصولاتو د صادراتو د پراختیا لپاره ملي ظرفیت ته وده ورکول وي.

ګلزی وایي، دوی به دغه راز په لغمان کې ولایت کې هم یاد پروګرام پیل کړي او په دې برخه کې به سلګونه بزګرو ته ټرینګ هم ورکړي، ترڅو بڼوالۍ په برخه کې بشپړې تجربې ترلاسه کړي.

د لغمان د رسینو دفتر زیاته کړې چې پلاوي وویل هڅه کوي د بڼوالۍ د عصري کولو او بزګرو ته د کاري زمینو په برابرولو کې له دې هم زیاته هڅه وکړي.

د لغمان مرستیال والي دا پرواګرام ستایلی او هرکلی یې کړی.

د شهزاده مظلومیار په وینا؛ د لغمان ولایت په مرکز او ټولو ولسوالیو کې د کال هر فصل دې ته مساعد دی چې بڼوالۍ ته کار وشي او ستر پرمختګ ترسره شوی وي.

په دې ناسته کې پر یو شمیر نورو مسایلو هم بحث او خبرې شوي دي.

دا ډول پروګرامونه عموماً په افغانستان کې ضرور بلل کیږي، ځکه دلته ډیره زراعتي ځمکه شته، خو د حکومت د نه پاملرنې له امله ترې سالمه ګټه نه اخیستل کیږي.

تر ډيره پر حکومت نیوکه ده چې په دې نومونو نړیوالې مرستې کیږي، خو هوايي مصرفیږي.

 


لغمان، زراعت، نوی سیستم
t