خوست: نوې کرنیزې پروژې پلي کیږي

خوست: نوې کرنیزې پروژې پلي کیږي

د خوست دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۵۷ میلیونه افغانیو په ارزښت بېلابېلې پروژې پلي کیږي، چې د یوشمېر هغو تړونونه یې له اړوندو چارواکو سره لاسلیک شوي دي.
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس حفیظ الله شاه نوري وویل، چې د روان کال په ترڅ کې ددې ولایت په مرکز او ټولو ولسوالیو کې د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ په برخو کې یو شمېر مهمې پروژې پلي کیږي. هغه وویل: «په خوست کې دکرنې او مالدارۍ د ودې په موخه د ۵۷ میلیونه افغانیو په ارزښت بېلابېلې پروژې پلي کیږي، چې د یوشمېر پروژو د پلي کېدو تړونونه چې ارزښت یې ۲۵ میلیونه افغانیو ته رسیږي له اړوندو چارواکو سره لاسلیک شوي دي.» ښاغلي مومند وویل، دغه لاسلیک شوي پروژې چې ټولیز ارزښت یې څه باندې ۲۵ میلیونه افغانۍ ده دکرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې «NHLP» په همکارۍ پلي کیږي، چې په کې د پیازو سړې خونې جوړول، د شاتو مچیو بستې وېشل، د شیدې ساتنې توکي وېشل، د مرخېړیو بستې وېشل، د زعفرانو پیاز وېشل، د مربا او اچارو جوړولو توکي وېشل او دعضوي سرې مرکز جوړول شامل دي، چې نن یې تړونونه لاسلیک او عملي چارې به یې په نږدې راتلونکي کې پیل شي.
ښاغلي نوري زیاته کړه، چې په نږدې راتلونکې کې به په دې ولایت کې د ۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت دیوشمېر نورو پروژو تړونونه هم لاسلیک او علمي چارې به یې پیل شي. هغه په خپلو خبرو کې وويل، چې په دغو پروژو کې ۲۵۰ شنې خونې او ترڅنګ یې د اچارو او مربا د پروسس کوچني مرکزونو جوړول هم شامل دي، چې عملي چارې به یې ډېر ژر پیل شي.
په هغه غونډه کې، چې د دغو پروژو د لاسلیک په موخه جوړه شوې وه؛ د خوست والي محمدحلیم فدایي په دې ولایت کې دکرنې او مالدارۍ په برخه کې د کرنې وزارت له مرستو او همکاریو د مننې ترڅنګ وویل، چې د یادو پروژو په پلي کولو سره به ددې ولایت د بزګرانو یوشمېر شته ستونزې هوارې او د دوی اقتصاد به وده وکړي. هغه همداراز وویل، چې د سړو خونو په جوړولو سره به په دې برخه کې ددې ولایت د بزګرانو شته ستونزې هوارې شي.
په ورته وخت کې د بزګرانو په استازیتوب حاجي ګل کبیر خبرې وکړې هغه په خپلو خبرو کې د کرنې وزارت او ولایتي ادارې څخه مننه وکړه، چې د بزګرانو ژوند او تولیداتو ته ډېره پاملرنه او له بزګرانو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کوی. هغه وویل، چې د کرنې وزارت مرستې او همکارۍ ددې لامل شوي، چې د بزګرانو اقتصاد وده وکړي او تولیدات یې زیات شي. ګل کبیر د کرنې او مالدراۍ په برخه کې د لا زیاتو مرستو غوښتونکی شو.
د دغو پروژو په پلي کولو سره به د خوست ولایت د بزګرانو یوشمېر شته ستونزې هوارې او ددې ترڅنګ به د بزګرانو اقتصادي وده کې رغنده رول ولوبوی.
دا په داسې حال کې ده، چې روان کال د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې له خوا (#NHLP) د خوست او پکتیا ولایتونو بزګرانو لپاره د پیازو ساتلو سل زېرمې هم جوړیږي، چې د دغو ۱۰۰ زېرمو له ډلې ۸۰ په خوست او پاتې ۲۰ یې په پکتیا ولایت کې جوړیږي. د پیازو ساتلو ددغو جوړېدونکو زېرمو د ۵۰ هغو ظرفیت په یوه وخت کې له ۵ تر۷ ټنه او د ۵۰ نورو یې بیا ظرفیت له ۱۰ تر ۱۵ مټریک ټنه دي. د پيازو د سړو خونو په جوړیدو سره به د بزګرانو ستونزې هوارې او کال دوولس میاشتې به په مارکېټونو کې پیاز په مناسبه بیه وموندل شي .




t