څېړنه: تر ٢٠٥٠ پوري به د آروپايي مسلمانانو نفوس درې برابره سي

څېړنه: تر ٢٠٥٠ پوري به د آروپايي مسلمانانو نفوس درې برابره سي

رحمت الله حلمیار

د پيو څېړنيز مرکز تازه خپره سوې څېړنه ښيي، چي تر ٢٠٥٠م کال پوري به آروپا کي د مسلمانانو اوسنی شمېر درې برابره سي.

په دغه څېړنه کي راغلي، که لوېديځو هيوادونو ته مهاجرت بند هم سي، آروپا کي د اوسېدونکو مسلمانانو نفوس به زياتوالی مومي.

د آروپايي مسلمانانو سږني آرقام ٤٤ ميليونه تنو ته رسېږي، چي د تېرو کلونو په پرتله يې زياتوالی موندلی دی.

په څېړنه کي د ٢٠١٦م کال د آروپايي مسلمانانو د نفوس آرقام ٢٥.٨ ميليونه تنه ياد سوي، چي دې او دغلته د نورو مسلمانانو مېشت کېدو ته په کتو آټکل سوی، چي تر ٢٠٥٠م کال پوري به د آروپايي مسلمانانو شمېره درې برابره سي.

په څېړنه کي زياته سوې، چي په نړۍ کي آروپا ته تر ټولو ډېر مسلمانان مهاجر کېږي.

دغه څېړنه په ٣٠ آروپايي هيوادونو کي ترسره سوې، چي په آلمان او سويډن کي يې تر ټولو زيات مسلمانان ثبت کړي دي.


آروپا اسلام مسلمانان نفوس
t