ګوته مې ولې پرې شوه او زما په ژوند کې یې څه بدلون راوست؟

ګوته مې ولې پرې شوه او زما په ژوند کې یې څه بدلون راوست؟

‌‌‌‌‌‌ډېر خلک دا پوښتنه رانه کوي نن یې ځواب لیکم.
له دولسم ټولګي چې فارغ شوم جلال اباد ښار ته د کار او مزدورۍ لپاره راغلم د شیرینۍ جوړولو په یوه کارخانه کې مې تر ټولو سخت او خطرناک کار پيل کړ.
خطر یې په دې کې و کوم ماشین چې ما پرمخ وړه د د لاس د پرې کېدو امکان په کې ‌‌‌‌‌‌ډېر زیات و، نو ځکه نورو اشخاصو ورته په اسانۍ سره زړه نه ښه کاوه، زما عادت دا دی کوم کار چې ستونزمن وي ماته خوند راکوي چې ترسره یې کړم، لنډه دا چې هغه ورځ راباندې راغله چې ماشین زما لاس ونیو او یوه ګوته یې راڅخه پرې کړه، تر هغې چې زما ټول لاس يې نیوه ما پرې برق قطع کړ او ځان مې ترې خلاص کړ، کورته چې راغلم پلار مې چې ولیده ګوته مې پرې شوې سخت خپه شو راته یې وویل ځویه! دا کار خطرناک دی نور به یې نه کوې مامې پلارجان ته ‌‌‌‌‌‌ډاګېرنه ورکړه چې هیڅ خبره نشته زه باید کار وکړم

زما ژوند کې یې څه بدلون راوست؟
په دې وخت کې زموږ کورنۍ په نهایت کې د غربت په حالت کې وه ما جدي هو‌‌‌‌‌‌ډ کړی و چې زه به تعلیم نه کوم او مزدوري به کوم، ځکه تعلیم لپاره هیڅ وسه راسره نه وه، یو ‌‌‌‌‌‌ډول نهیلې وم فکر مې نه کاو چې له ما به څه جوړ شي، خو زه په دی وخت کې د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ته هم بریالی شوی وم، خو له غربته راڅخه یو کال پوهنتون پاتې شو، کله چې مې ګوته پرې شوه نو زما تصمیم هم بدل شو کورنۍ او ملګرو پوهنتون ویلو ته تشویقولم او همکاري
یې هم راسره وکړه بیا مې دوهم کال کې پوهنتون شروع کړ ، په کومه ورځ چې له پوهنتون څخه فارغېدم پلار مې هم فراغت غون‌‌‌‌‌‌ډې ته راغلې و، ما د غون‌‌‌‌‌‌ډې د انانس چارې پرمخ وړې زه مې چې پلار د ستیج پرسر ولیدم وروسته یې خواته راغلم ښه مې یاد شي چې د پلار له سترګو مې د خوشالۍ اوښکې روانې شوې او ‌‌‌‌‌‌د ‌‌‌‌‌‌ډېري خوشالۍ احساس یې کاو، ځکه هغې فکر نه کاو چې ځوی به مې داسې ځای ته ورسېږي،
خوله بده مرغه چې زه ثمرې ته ورسېدم پلارجان مې راڅخه د سرطان بدمرغې ناروغۍ واخیست او زما نوره خوشالي یې هیڅ ونه لیده چې دا مې په زړه سخت لوی داغ دی، الله ج دی زما پلارجان د جنتونو سردار کړي
اوس له نیکه مرغه چې د ماسترۍ ترکچې زده کړې لرم، پر ما چې ژوند کې کوم تکلیفونه تیر شوې فکر نه کوم چې په نورو ځوانانو به تیر شوي وي خو ما له ستونزو سره سره سخته مبارزه کړې او په اکثرو ستونزو بریالی شوی یم، زه خوشاله یم چې پر ما ستونزې او مشکلات تېر شوي ځکه اوس د نورو خلکو ستونزې ښې درک کولای شم.
درنو ځوانانو ! ستونزې د ځان لپاره یو فرصت وګڼئ او زده کړه ورڅخه وکړئ.
ستوري د سختو نه تيريږي چې سهر ته رسي.

عبدالبصیر سباوون


بریالی انسان کړاوونه
t