غزل – خالد سنګر

غزل –  خالد سنګر

زړونه زخمي دي په وطن کې حالات، ښه نه دي 
هر سړی سمه لار کې غورځي خیالات، ښه نه دي

ګلابي مخ ته مې خطاب د سرې لمبې مه کړه
ګوره خپه به شمه دا تشبهات، ښه نه دي

ښکلي دعوې تل د قران او د حدیث کوي
خو بیا په ورکړه کې بېخي د زکات، ښه نه دي

د چا د لاس بنګړي مې ذهن کې شرنګېږي تل
له دې نه خدایږو ماته نور نغمات، ښه نه دي
—-
سنــګر زمــا د نــه لــیدو فیــصله کــړې خـو
په ځان یې ايښي دغه سخت قیودات، ښه نه دي


نوی غزل
t