دا اشتباه نه بښونکې ده. 

دا اشتباه نه بښونکې ده. 

ډېر کله مې د ډيورنډ د فرضي کرښې په تړاو له ملګرو سره په مجالسو، ناستو او رسمي وخت کې بحثونو تودېږي.

زه د ډيورنډ فرضي کرښې په تړاو په کور دننه او بهر د ليکوالانو، سياستمدارنو او د تاريخي مسائلو نږدې څارونکې تعقيبوم. د هغوي څرګندونې اورم، ګورم او لولم يې.

زه بيا پدې تلاش کې شم چې د ډيورنډ په تړاو د هغه ابهام (ګونګوالى)، د دښمن د استخباراتي ادارو تبليغاتو او يا هم د وضعيت د خرابوالي له امله رامنځته شوې مايوسي د لر او بر د ځينو افغانانو په ذهنونو کې راوستې په لمنځه وړلو کې خپل نقش ولوبوم.
ځکه زه پدې عقيده لرم چې په هېواد کې دننه او هم بهر ډېر لاسونه لګيا دي، زيار باسي چې ډيورنډ زمونږ په ذهنونو کې د بېلتون د يوې کرښې په توګه او بيا حقيقتآ د يوې نړيوالې رسمي کرښې په توګه ومني.

ګورئ که څوک لر او بر پښتون سره بېلوي، دا به پرته له شکه د دوى د مرګ په مانا وي. نو دلته غواړم دا ووايم چې راځئ دې کار ته اجازه ورنکړو. راځئ افغانستان او افغان له مرګه وژغورو! راځئ يو د بل پښې ځواکمنې کړو. يو بل ته انرژي ورکړو. روحيې پياوړې کړو. ارادې مقدسې کړو.

نوټ: په مجلسونو کې ډېر ملګري د ملي وحدت په حکومت يو تونده نېوکه دا کوي چې ګواکې افغان حکومت د ډيورنډ کرښه پاکستان ته رسمآ سپارلې. دوى وايي چې افغان حکومت، چې په راس کې يې ولسشمر دى، ډيورنډ کرښه په رسمي ډول د پاکستان سره امظاﺀ کړې. دا کسان چې په مجلسونو کې د ډيورنډ د امظاﺀ لپاره مستند کوم څه نلري، ولې ادعاﺀ کوي، چې د ځينو سياسيون خبرې نقل-قول کوي، چې هغوي (سياسيون) هم په افغان حکومت دا تورونه لګوي.

زه داسې وايم. دا کارونه د حکومتونو په وس کې نشته. دا د ملتونو کار دى. دا پرېکړه به ملت کوي. مونږ بايد ترڅو چې هر څه رسنيز شوي نه وي. د معاملې (سودا) متن، غږ او ويډيو په لاس کې ونلرو. ژر بايد موضوع ته هوا ورنکړو. ترڅو چې ملت ونه پوهېږي د ډيورنډ د فرضي کرښې لاسليک بې مانا دى. پاکستان نشي کولاى لدې کرښې په پټه کوم امتياز لاس ته راوړي.

که بيا هم افغان حکومت په ځانګړي ډول ولسشمر د ډيورنډ پر سر سودا کړې وي. تاريخ به ورباندې لعنت ووايي. ملتونه به هېڅکله دا تاريخي اشتباه هېره نکړي. هېڅکله به دا سوداګر ونه بښي. راتلونکي ټول نسلونه به يې نوم سره توکاړي! تو کړي.

د ډيورنډ د فرضي کرښې د دواړو لورو د ميشتو پښتنو د جوړېدو او ابادېدو په هيله.

سید سالار خادم


نه بخښونکې اشتباه
t