طوفان هریرود د لوبغاړو ټاکلو سیالۍ پای ته ورسېدې

طوفان هریرود د لوبغاړو ټاکلو سیالۍ پای ته ورسېدې

د تیري یکشنبې په ورځ په هرات ولایت کي طوفان هریرود لوبډلي ته د غوره لوبغاړو موندلو سیالۍ پيل سوي وې، چي پرون چهارشنبه د هرات سي لوبډلي په لومړي مقام خپلولو سره پاي ته ورسېدې.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون مسئولین وايي، چي د یادو سیالیو پایلوبي ته د هرات سي لوبډلي سره فراه منتخبي لوبډلي لاره پيداکړې وه، چي هرات سي ۳ ګولونه پر ۰ د فراه منتخبي لوبډلي ته ماته ورکړه او د یادو سیالو اتلولي ئې خپله کړه.

د دوی په خبره، چي د هرات سي او فراه منتخبي لوبډلي ترڅنګ په دې سیالیو کي هرات اې، هرات بي، غور او بادغیس ولایتونو ګډون کړی وو.

ددې سیالیو موخه د طوفان هریرود فوټبال لوبډلي ته د غوره لوبغاړو موندل وه.

طوفان هریرود افغانستان د فوټبال غوره لیګ د ګډونوالو ټیمونو څخه یوه لوبډله ده.

 



t