نیمروز په کندهار کي د فوټبال ولایتي سیالیو اتلولي خپله کړه

نیمروز په کندهار کي د فوټبال ولایتي سیالیو اتلولي خپله کړه

د مسئولینو په خبره د تیري یکشنبې په ورځ د کندهار په احمدشاهي لوبغالي کي د ۵ ولایتونو ترمنځ د فوټبال ولایتي سیالۍ پيل سوي وې، چي پرون چهارشنبه د نیمروز لوبډلي په لومړي مقام خپلولو سره پاي ته ورسېدې.

د کندهار د فوټبال فدراسیون رئيس نصیراحمد رحماني زما راډیو ته وویل، چي د نیمروز ترڅنګ ددې سیالیو پایلوبي ته د کندهار ب منتخبي لوبډلي لاره پیداکړې وه.

د رحماني په خبره، چي ددې دوو لوبډلو ترمنځ د یادي پایلوبي قانوني وخت صفر په مقابل کي د صفر په مساوي ډول پاي ته ورسېد، خو وروسته نیمروز په پینالټيو کي بریا خپله کړه.

د نیمروز او کندهار ب منتخب ترڅنګ په دې ولایتي سیالیو کي کندهار الف، روزګان، زابل او هلمند ولایتونو ګډون کړی وو.

ددې سیالیو موخه دا وه، چي میوند اتلانو ته غوره لوبغاړي د کابل څخه د راغلي پلاوي له لوري وټاکل سي.

صابر حمیدي

 



ورزش، افغانستان
t