اسويلي – عبدالهادي هادي

اسويلي – عبدالهادي هادي

تاته رسیدلی یمه،ځان ته رسیدلی یم
داسې زمانې، داسې امکان ته رسیدلی یم

ما په تنهایۍ کې بلا ډیرې چیغې کړېدي
اوښکو سره خپل څیرې ګریوان ته رسیدلی یم

څه که مزل پاتې دی لا هیڅ په مزل پوه نه یم
یبلې پښې روان یمه بیابان ته رسیدلی یم

پورته سترګې واړوه، هوا کې به مې وګورې
سوړ، سوړ اسویلی یمه آسمان ته رسیدلی یم

ما د چا د حسن تصور نه ځواني جار کړله
روح د پاک مین غوندې یزدان ته رسیدلی یم

لاس راکړه جانانه په خوږه خندا مې وژغوره
زه د سمندر خوني توفان ته رسیدلی یم

سم لکه پښتون ملت هادي زخمي زخمي یمه
خپل وطن مې وران دی ټول جهان ته رسیدلی یم



ادب، اسویلی
t