سولې وطن ته مې راځې او که نه؟

سولې وطن ته مې راځې او که نه؟

پرون د پورې کلي
د کروندو په منځ کې
سپین ګل اکا د غنم لو پر مهال
په خپل لاره ناچاودی بم وهلی
وږي په وینو سره وو
د بدن غوښې یې واښو کې ورکې
اوس مو روزي داسې په وینو سره ده
ته یې منې او که نه؟
سولې وطن ته مې راځې او که نه؟
راشي په منډه لاړ شي
د بهارونو موسم
ګلونه مړاوي مړاوي
وږمې او زهر راځي
زړه او ذهنونه وژني
څوک مو فکرونه لوټ کړي
څوک مو خیالونه وژني
د هر یوه کور پر دېوال
بلا عکسونه ځوړند
د ځوانیمرګو، لا درکو او پردېسو یادګار
تا ته به چا کړې وي
زموږ کیسې او که نه ؟
سولې وطن ته مې راځې او که نه؟
کله مسکو کې ورکه
کله سعودي عرب کې
کله اروپا کې ستړې
کله په قطر کې وې
یا د پنجاب لمن کې
له واشنګټن نه خو به هېڅ نه وایم
لندن دې هم په وزرونو پورې
کله ګلونه کله سرپ تړلي
تهران اشنا د مذهبې نشې خمار اخیستی
هغوی خو هر څه کوي
اوس دې لیدلې دي
زمونږه هدیرې او که نه؟
سولې وطن ته مې راځې او که نه؟
سولې منم دې ستا ښکلا منمه
یو وخت زما ډالۍ وې
زما جرګو او مرکو کې وې ته
زما مکتب، په مدرسو او ترانو کې وې
چا دې له مخه سپین نقاب لرې کړ
چا در اغوستې دا د کرکې زغره
چا لیلام کړې د یوسف غوندې یې
له ما نه لرې د نړۍ په بازارو کې ګرځې
لکه ملنګه نړېدلو زیارتو کې ګرځې
درته معلومې شولې
ټولې دروازې او که نه؟
سولې وطن ته مې راځې او که نه؟
سهار ماښام له هدیرو نه راځو
یا ماشومان او یا ځوانان خښوو
کلو کوڅو کې بلاګانې ګرځي
د اسرافیل د شپېلۍ غږ نه اورم
که نه صحنه بیخي محشر ته ورته
هغه ((مډرنه)) انسانان او د بشر خواخوږي
راځي زما په سر نوې وسلې او طیارې ازمايي
((ونې ته چا وویل:
ولې پرې کېږې ونې؟
ویل یې لاس د تبرګي مې دی له خپله ځانه))
خیر دی هېر به یې کړم
وایه چې خلاصې به شي
دلته د سولې پروژې او که نه؟
سولې وطن ته مې راځې او که نه؟
سولې د خدای لپاره
له ما خپه نه شې ته
زه اوس بېواکه یمه
ته یې را ګیره د نړۍ د ښامارانو منځ کې
هغوی چې تا یادوي
زړه او ذهنونه یې له جنګه ډک دي
د دوی زامن او لوڼې
له تا نه پرته هم سوکاله ګرځي
زه ډېر بې وسمه شومه
زه د ډالرو، د کلدارو او یورو
لمبو کې سوی یمه
که د رب خوښه وه چې بېرته راشې
خدای خبر خوښ به دې شي
دا شډل کلي دا دېرې که نه؟
سولې وطن ته مې راځې که نه؟

۱۳۹۸، د چنګاښ ۲۹مه

ګل الرحمن رحماني


وطن او سوله
t