د نن مهمي لوبي

د نن مهمي لوبي

د هندوستان په غوره لیګ کي ماپښين درې بجې حيدر اباد او بنګلور لوبډلي په حیدرباد لوبغالي کي سره مخ کیږي، له حیدرباد سره محمدنبي او راشد خان ملګري دي، دې لوبډلي تر اوسه افغاني غرور محمدنبي ته چانس نه دی ورکړی، حیدرباد لوبډله د لوبو په جدول کي پنځم مقام او بنګلور بیا اووم مقام لري.

له دې وروسته ماښام اووه بجې بیا راجستان د چينای سوپر کینګز سره د چینای پر لوبغالي ګوري، چینای لوبډله د لوبو په جدول کي دریم مقام او راجستان بیا وروستی مقام لري.

تر هندي لیګ ور هاخوا اسټرالیا پر پاکستان د وایټ واش رسۍ تاوکړې ، دا لوبډلي تر پوره هڅو وروسته نن په ورستۍ پنځوس اوریزه لوبه کي سره مخ کیږي، په دې سریز کي د پاکستانۍ لوبډلي څلور غاښه وتلي د پنځم غاښ ایستلو ته یې یوځل بیا اسټرالیا مټي رابډ وهلي. ددې بهتریني لوبي وخت درې نیمي بجې دی. عبدالولي عمري



لوبي ورزش

تبصره وکړئ

avatar
t