د زیاتي ګټي تر لاسه کوونکو لیست؛ ټایلر په لومړی او اکشی په ۳۳ مقام کي دي

د زیاتي ګټي تر لاسه کوونکو لیست؛ ټایلر په لومړی او اکشی په ۳۳ مقام کي دي

د فوربس په نامه د زیاتي کټي تر لاسه کوونکو هنرمندانو په خپاره سوي لیست کي امریکایي سندرغاړې او د موسیقي تولید کوونکې ټایلر سویفت يو ځل بیا په لوموړی مقام کي راغلې ده، او په لوموړی ځل د بالیووډ یو نوموتي سېنمايي ستوری اکشی کمار هم په یاد لیست کي په ۳۳م مقام راغلی دی.

په یاد لیست کي ۱۰۰ هغه کسان شامل دي چي د ۲۰۱۸ د جون څخه بیا د ۲۰۱۹ تر جون پوري يي دېره ګټه تر لاسه کړي دي. د یاد لیست معلومات د مخلیفو سرچینو لکه نیلسن، تجارتي اعلاناتو، د سېنما ډیټابیس او د صنعت د ماهرینو او خپله د هنرمندانو او سېنمايي ستورو سره د مرکي له لوري راټول کړل سوي دي.

يه یاد لیست کي اکشی کمار د ۶۵ میلیونه ډالرو په ګټه کولو سره ریحانا، چینایي ستوری جیکی چان، براډلي کوپر او یو شمیر نورو ته په ماتي ورکولو سره ۳۳ مقام کټلی دی، امریکايي ښځینه سندرغاړې ټایلر چي د شخصي ژوند سره تړاو لرونکو سندرو ویلو له آمله خاص شهرت لري د ۲۰۱۶ څخه نیولي تر اوس په لوموړی مقام قرار لري، ټایلر د ۱۸۵ میلیونه ډالرو په ګټلو دا مقام تر لاسه کړي دي.

په یاد لیست کي مختلیف هنرمندان، د سېنما د بخش کارکوونکي او د فوټبال لوبغاړي او یو شمیر نور زیاته ګټه کوونکي کسان  شامل دي.  بل طرف د فوټبال تکړه لوبغاړي کرسټینا روناډو او میسي هم د یاد لیست په غوره ۱۰ کي راغلي دي د یاد لیست ۱۰ ډېر ګټه تر لاسته کوونکي کسان دي لکه:

  1. Taylor Swift: $ 185 million
  2. Kylie Jenner: $170 million
  3. Kanye West: $150 million
  4. Lionel Messi: $127 million
  5. Ed Sheeran: $110 million
  6. Cristiano Ronaldo: $109 million

۷٫ Neymar: $105 million


بالیووډ فلمي نړۍ
t