د باسکټبال لوبڅارانو ته جوړ سوی سمینار پاي ته ورسېد

د باسکټبال لوبڅارانو ته جوړ سوی سمینار پاي ته ورسېد

د افغان باسکټبالرانو د کچې د لوړاوي په موخه ملي فدراسيون د تیري دوشنبې په ورځ کابل کي روزنیز سمینار پيل کړی وو، چي پرون چهارشنبه پاي ته ورسېدی.

د افغانستان د بدني روزني عمومي ریاست چارواکي وايي، چي په دې سمینار کي د کندهار، هرات، هلمند، فراه، غور، بلخ، غزني، بامیانو، ننګرهار، پکتیا، فاریاب او کابل ولایتونو څخه لسګونه نارینه او ښځینه لوبڅارانو ګډون کړی وو.

د دوی په خبره، چي دې لوبڅارانو ته د نړیوال لوبڅار هېروس لخوا درې ورځي زده کړي ورکول سوې.

ددې سمینار په پاي کښي ګډونوالو لوبڅارانو ته ستاینلیکونه ورکړل سول.

د ورکړل سوو معلوماتو له مخي دې لوبڅارانو ته به هغه وخت سندونه ورکړل سي، چي د باسکټبال نړیوال فدارسیون په ارزیابۍ کي بریالیتوب ترلاسه کړي.

صابر حمیدي


سپورت افغانستان
t