د آزادۍ د ۱۰۰مي کلیزي په ویاړ نن کندهار کي د فوټسال سیالۍ پېلیږي

د آزادۍ د ۱۰۰مي کلیزي په ویاړ نن کندهار کي د فوټسال سیالۍ پېلیږي

د مسئولینو په خبره د فوټسال دا لوبي د افغانستان د آزادۍ د ۱۰۰م کلیزي په ویاړ نن پنجشنبه پېلیږي، چي لوبي ئې د کندهار په دوو جمنازیمونو شهیداحمدولي خان او ملي ورزشي جمنازیمونو کي ترسره کیږي.

د شهید احمدولي خان جمنازیم مسئول جمال ناصر طرزي زما راډیو ته وویل، چي په دې ټورنمنټ کي ۸ غوره لوبډلي ګډون لري، چي لوبي ئې په یادو دوو جمنازیمونو کي د تګ او راتګ په ډول ترسره کیږي.

د طرزي په خبره، چي ددې سیالیو څخه ئې موخه د افغانستان د ۱۰۰مي کلیزي سمه لمانځل دي او د لوبغاړو ترمنځ یووالي راوستل دي.

د ورکړل سوو معلوماتو له مخي، چي د فوټسال دا لوبي به شاوخوا یوه اونۍ وخت ونیسي.

د یادولو وړ ده، چي په دې ټورنمنټ کي د ګډونوالو لوبډلو لوبغاړي خوښ دي، چي دا ډول سیالۍ ورته جوړیږي، دوی ددې سیالیو د لا زیاتوالي غوښتنه وکړه.

صابر حمیدي

 



لوبې، ۱۰۰مه کلیزه
t