ټرمپ: په ایران بندیزونه زیاتیږي

ټرمپ: په ایران بندیزونه زیاتیږي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه ویلي چې په ایران بندیزونه ډیریږي.

ټرمپ ویلي له ایران سره د بارک اوباما او جان کیري ادارې تړون په لنډ وخت کې پای ته رسیدلی او اعتبار نه لري.

هغه په ټویټ کې لیکلي چې په ایران به بندیزونه لا زیات شي.

باید یاده کړو چې د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ ادارې له ۲۰۱۵م کال توافق نه د ایران د سرغړونو په اړه بیړنۍ ناسته هم کړې ده.

ټرمپ تیر کال کې د ایران له اتومي تړون نه د وتلو اعلان کړی و او په ایران یې سخت بندیزونه لګولي ول چې لا هم روان دي.

 

 


نړۍ، خبرونه
t