پاکستان کي د اورګاډي په ټکر کي ۴۵ مسافرو ته مرګ ژوبله اوښتې

پاکستان کي د اورګاډي په ټکر کي ۴۵ مسافرو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان د پنجاب په لاهور ښار کي یو ریل ګاډي له بل ریل ګاډي سره ټکر کړی او پر مهال يې لږ تر لږه لس مسافر مړه او ۳۵ ژوبل سوي دي.

دغه اورګاډي نن سهار له کويتي ته روانه وه، چي په رحیم یار خان سیمه کي د پيښي ښکار سوه.

په سیمه کي د پولیسو یوه مقام سلامت خان ویلي، چي ژوبل مسافر يې په سمدستي توګه د صادق آباد روغتونونو ته انتقال کړي، خو د ځينو حالت مرګونی دی.

هغه ویلي، چي د ټګر پر مهال د اورګاډي پنځه ډبې له پټلۍ څخه لاندي لوېدلي او اوو نور ډبو ته يې هم زیان اوښتی.

د یوه بل خبر له مخي د خیبر پښتونخوا په سیلګرۍ سیمه کي له سوات څخه لاهور ته پر لار یو مسافر وړونکی موټر د تېز رفتار له امله له لاري اوښتی، ۱۳ کسان پکښي وژل سوي.




t