نیوزیلنډ پای لوبې ته لاړ، نن به استرالیا او انګلنډ کې یو لاړ شي

نیوزیلنډ پای لوبې ته لاړ، نن به استرالیا او انګلنډ کې یو لاړ شي

د ۲۰۱۹م کال د کرکیټ په نړیوال جام سیالیو کي نیوزیلېنډ، هند، آسټرالیا او کوربه انګلستان نیمه پایلوبي ته لاره پيداکړه، چي لومړۍ نیمه پایلوبه د هند او نیوزیلېنډ کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ ترسره سوه.

د یادو دوو هیوادونو ترمنځ لومړی نیوزیلېنډ توپوهنه وکړه، نیوزیلېنډ په ټاکلو ۵۰ آورونو کي د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۴۰ منډو هدف وټاکی.

کله چي هند لوبغاړي د توپوهني لپاره میدان ته کښته سول ټول لوبغاړي ئې د لوبي ۴۹،۳ آورونو کي د ۲۲۱ منډو په کولو سره وسوځېدل او په دې سره ئې د ۱۸ منډو په توپیر د نیوزیلېنډ څخه ماته وخوړه.

ددې سیالیو دوهمه نیمه پایلوبه نن پنجشنبه د آسټرالیا او کوربه انګلستان کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.

د ننۍ لوبي ګټونکی ټیم به راتلونکې یکشنبه د نیوزیلېنډ سره پایلوبه ترسره کړي.

صابر حیمدي



نړیوال جام، پای شیبې
t