میدان وردګ کې یو شمیر سړکونه جوړ او ترمیمیږي

میدان وردګ کې یو شمیر سړکونه جوړ او ترمیمیږي

د میدان وردګ والي مظفر الدین یمین د افغانستان د ټولګټو وزارت وزیر یما یاري سره لیدلي دي.

په دې لیدنه کې د میدان وردګ اړوند پر ځینو پروژو خبرې او بحث شوی.

د میدان وردګ د رسنیو دفتر وايي، په لیدنه کې د والي سربېره، ولسې جرګې استازو او ولایتي شورا یو شمیر استازو شتون درلود.

په یاده ناسته کې په دې پریکړې وشوې چې د میدانښار کمربندي سړکونو، میدانښار تر بامیانو سړک ، د چک او دایمیرداد پاتې ۶۰ کیلو متره سړک چې ۱۵ کیلومتر یې له وړاندې تدارکاتو ته تللي، تنګي او لوګر سړک، نرخ او دایمیرداد سړک، چک نه تر جغتو سړک په ۱۳۹۳ کال کې بودیجه منظور شوې د هغې سروې، ډېزاین وروسته د شرکت ته ورکړل شي او د جغتو او عبدالمهدین ترمنځ او پورته یاد شویو سړکونو جوړولو جديي غوښتنې هم وشوې.

والي د روانو پروژو د کار چټکتیا غوښتنه هم وکړه.

وزیر یما یاري د یادو پورته سړکونو ترڅنګ، کابل او میدانښار دویم لین سړک استملاک ستونزې د حل او پولچکو سروې، ډېزاین او جوړولو ټینګې ژمنې وکړې.

د میدان وردګ د رسنیو دفتر وايي، د دغې لیدنې په پای کې ښاغلي یاري د ټولګټو رییس او ولایتي شورا له غړو وغوښتل چې پنځه کسییزه انجنیري ټیم وګماري ترڅو یاد سړکونه او پولچکو سروې، ډېزاین کړي، د جوړېدو لپاره قانوني مراحل بشپړ شوي.

 

 


وردګ، سړکونه
t