کندهار: ۱۷ طالبان وژل شوي

کندهار: ۱۷ طالبان وژل شوي

په کندهار ولایت کې د ۱۷ وسله والو طالبانو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت وايي، تیره شپه افغان ځواکونو د ارغستان ولسوالۍ اړوند سیمو کې عملیات کړي چې په ترڅ کې یې ۱۷ کسان وژل شوي دي.

همداراز د کندهار معروف ولسوالۍ کې له افغان ځواکونو سره د وسله والو په نښته کې یو طالب وسله وال وژل شوی دی.

په دې نښته کې دوه میله سلاح او دوه عرادې موټرسایکلونه هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

 

 


کندهار، وسله والو ته مرګ ژوبله
t