ننګرهار: چسپکي ماینونه نیول شوي

ننګرهار: چسپکي ماینونه نیول شوي

په ننګرهار ولایت کې د نښلیدونکو ماینونو د نیولو خبرو ورکړل شو.

دا ماینونه ددې ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ په ګرټي سیمه کې پولیسو او د ملي امنیت موظفینو پر یوه کور عملیاتو پرمهال نیولي دي.

په نیول شویو چاودیدونکو شیانو کې یې نهه کړۍ نښلېدونکي ماینونه او فشاري ماینونه او یو میل راکټ انداز شامل دي.

له دې ماینونو سره یو کس هم نیول شوی دی.

حکومت ویلي دغه کس غوښتل چې دا ماینونه د تخریبي کړنو په موخه وکاروي چې مخنیوی یې وشو.

 

 


ننګرهار، ماینونو نیول کیدل
t