عربستان: ښځه، خاوند ته د توهین له امله زنداني شوه

عربستان: ښځه، خاوند ته د توهین له امله زنداني شوه

عربستان کې یوه ښځه پخواني خاوند ته د توهین له امله زنداني شوه.

راپورونه وايي په عربستان کې یوه ښځه وروسته له هغې په بند محکومه شوه چې خپل پخواني خاوند ته یې توهین امیزه پيغامونه لیږلي ول.

محکمې دا ښځه په درې ورځو زندان محکومه کړې ده.

دې میرمنې د واټسپ او سنیپ چټ له لارې خاوند ته ناوړه پیغامونه لیږلي ول.

دوی دواړه پنځه کاله وړاندې سره جلال شوي ول.

دې ښځې اقرار کړی چې دا پيغامونه یې پخواني خاوند ته ور استولي.

نوموړې په محکمه کې یو ژمن لیک هم امضا کړ چې بیا به دغه کس ته پيغامونه پرینږدي.

 

 

 



سعودي عربستان
t