د مینې دوه رنګونه – عصمت الله صالح

د مینې دوه رنګونه – عصمت الله صالح

په مینه کې دوه رنګونه ډېر ښکته پورته کېږي، یو سپین او بل سور. خو له بده‌مرغه چې زموږ ډېری عاشقان د دغو دوو پر تفکیک نه پوهېږي او خپل مخالف‌الجنسه یار ته یې په ډالۍ کې تېروځي.
پوه نه شوئ!؟

رنګونه – چې د ژوند نالوستلي او نالیدلي پکې لوستل او لیدل کېږي – د محبت پر مهال د حُب اساسي وسیلې دي. مګر که یو ځل په دې عملیه کې د یو و بل پرځای وکارول شول، بیا نو ډاډه شئ چې د هراړخیز خوښ ژوند د ترلاسي په‌پار مو ناسمه فورموله کارولې او د هوس احساس به مو تل مړاوې وي.
عاشقانو حضراتو! مینه ولې سخته ده؟ او بل دا چې مینه ولې د هر چا کار نه دی؟
دا پوښتنې منېکه که له شل کلن ریسرچ وروسته هم ځواب کړای شئ. ځکه چې مینه ببو ټوله له رمزونو ډکه ده، او دا هغه کوډونه دي مازې یو ځل هم ناسم کلېک/ فشار نه مني. څو چې مینه ونه پېژنئ، تر هغه به د دې مقدس یون پر مهال دردېږئ، خوږېږئ، ځورېږئ او پر سرونو به د ګلونو پرځای سپېرې خاورې بادوئ!
هو، خبره مې پر رنګونو کوله. رنګونه اصلاً د مینې اجزاوې دي؛ دا هغه خورا کوچني ذرات دي چې مینه ترې رغېږي. مګر سور او سپین رنګونه بیا د دغه دروني خوځښت (مینې) په را پرځېدو کې تر تقریباً تر نورو ټولو رنګونو زیات رول لوبوي. د عاشق لخوا معشوقې ته د سپین رنګ ډالۍ – هغه که ګل، لوپټه، جامې، کتاب، غاړکۍ، بنګړي او… وي – اصلاً د دواړو پر هغه اړیکه دلالت کوي چې د پول رضایت پر اساس د لا ښه ژوند اساس ږدي، او سور رنګ بیا د دوی د مطلق یوځای کېدو په مانا دی، البته که په زور وي یا په خوښه. همداراز هغه کسان چې عشق او مینه دوه بېل خوځښتونه ګڼي – چې دا ناسمه نظریه ده – پر هغه کې سور رنګ تر ډېره د شهوت مانا ورکوي. د معاصرو عاشقانو په باور، له مینې وروسته چې کوم پړاو رامنځته کېږي – مانا مین او مَیینه چې له یو بل سره هراړخیز ګډ ژوند پیلوي – نو له واده وروسته د دوی د یوځای کېدو پر مهال سور رنګ لومړی په سترګو کې راپیدا کېږي، چې غرقه جنسي تنده پکې حِسېږي، او که رښتیا داسې وي بیا نو د مینې تقدس ته سل په سلو کې زیان رسي.
اممممم دېته وايي درست تحقیق!
پام ګورئ، زه سور رنګ نه غندم، بلکې وایم چې زما په اند د سپین رنګ رول په مینه کې ډېر مخکښ دی. ځکه دغه د یوې اوږدې او بې‌خطره ملګرتیا سېمبول هم کېدای شي – مانا زه چې خپلې معشوقې ته سپین‌رنګه څیز ډالۍ کوم، نو دا احساس راسره وي چې یره نو د مینې د یوه سم کوډ د خلاصېدو سمه هڅه مې کړې.
په دې برخه کې یوه پرځای بېلګه د واده پرمهال د ناوې سپین رنګه کمیس (جامې) دي.😍

تاسو هم که څه خبرې لرئ، راویې لیکئ!



معلوماتي، مینه او رنګونه
t