کندهار: د لومړي ځل لپاره د یووالي په نوم د فوټسال کمېټه جوړه سوه

کندهار: د لومړي ځل لپاره د یووالي په نوم د فوټسال کمېټه جوړه سوه

د مسئولنیو په خبره په کندهار ولایت کي د لومړي ځل لپاره د یووالي په نوم د فوټسال کمېټه جوړه سوه، چي د کندهار په یو شمېر جمنازیمونو کي به د فوټسال لوبي څاري.

ددې کمېټې مسئول جمال ناصر طرزي زما راډیو ته وویل، چي په یاده کمېټه کي لسګونه کسان په قضایه، انظباتي، اداري، امنیتي، د ځوانانو پرمختیا، لوبڅارانو، عمومي نظارت او ارزیابۍ برخو کي په دندو وګمارل سول.

د طرزي په خبره، چي یاده کمېټه به د کندهار په څلورو احمدشاهي، شهیداحمدولي خان، ملي او سردار جمال ناصر طرزي جمنازیمونو کي فعالیت کوي.

د یاد مسئول په خبره، چي ددې کمېټو د جوړېدو څخه ئې موخه داده، چي په کندهار کي د فوټسال لوبه وده وکړي.

دا کمېټه په داسي حال کي جوړیږي، چي ډېری وختونه په کندهار کي فوټسالران په جمنازیمونو کي د بیلابیلو ستونزو څخه شکایت کوي.

صابر حمیدي

 


کندهار، خبرونه، افغانستان
t