میدان وردګ – مرستیال والي: عواید باید منظم او پر وخت راټول شي

میدان وردګ – مرستیال والي: عواید باید منظم او پر وخت راټول شي

د میدان وردګ ولایت مرستیال والي تاج محمد عمري وايي چې عواید باید منظم او په ټاکلي وخت راټول شي.

ده دا خبرې د عوایدو راټولولو په یوه غونډه کې کړي دي.

نوموړي زیاته کړې چې د عوایدو راټولول اقتصاد او نظام په ځان بسیا کوي او د عوایدو راټولو او دولت ورکو زموږ ټول شریکه پانګه ده.

نوموړي ټینګار کړی چې د عوایدو په راټولو کې په ریښتینولۍ سره خپل مسؤلیت ترسره کړئ، دغه راز یې له مخابراتي شرکتونو او فابریکو له مسؤلین وغوښتل چې خپل عواید په ټاکلي وخت دولت ته ورکړي.

ښاغلي عمري غوښتنه کړې چې عواید پر وخت راټول او دولت ته په واک کې ورکړل شي.

یاده ناسته کې د ګڼ شمیر ادارو مشرانو او استازو ګډون درلود.

 

 


عواید میدان وردګ
t