ننګرهار کې د چرګانو روزنې ۱۰۰۰ واړه فارمونه جوړیږي

ننګرهار کې د چرګانو روزنې ۱۰۰۰ واړه فارمونه جوړیږي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې «NHLP» له خوا د ننګرهار په څلورو ولسوالیو کې د ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۰۰۰ بېوزلو کورنیو لپاره د چرګانو روزنې ۱۰۰۰ واړه فارمونه جوړیږي.
دغه فارمونه چې هر یوه یې د ۳۰ هګیو چرګانو د روزنې وړتیا لري د ننګرهار ولایت په ګوشتې، دوربابا، کوټ او خوږیاڼو ولسوالیو کې جوړیږي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس ذبیح‌الله حسن زی وویل، چې ددغو فارمونو د جوړولو لړۍ د ګوشتې له ولسوالۍ څخه پیل شوې، چې په ترڅ کې به یې د ګوشتې، دوربابا، کوټ او خوږیاڼو ولسوالیو ۲۵۰ بېوزلو کورنیو لپاره د چرګانو واړه کورني فارمونه جوړیږي. ښاغلی حسن زی وویل، چې په دې لړۍ پر دغو ۱۰۰۰ کورنیو په هرې کورنۍ ۳۰ چرګان، دچرګانو باکیفیته خوراکي توکي، چرګانو ته د دانې او اوبو ورکولو لوښې او همداراز یوه اندازه درمل او واکسین وېشل کیږي.
د ننګرهار د کرنې رییس زیاته کړه، چې له دې برنامې څخه برخمن شوي کورنیو لپاره د چرګانو د روزنې په برخه کې روزنیز پروګرامونه هم په پآم کې نیول شوي دي.
دغه پروژه د بېوزلو کورنیو د خوړو خوندیتوب، اقتصادي ودې او ملاتړ په موخه پلي کیږي




t