لغمان: دښوونځیو آمرینو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ پیل شو

لغمان: دښوونځیو آمرینو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ پیل شو

دلغمان ولایت د پوهنې ریاست اړوند ۱۱۵ تنو د ښوونځیو آمرینو او تحویلدارانوته درې ورځنی ورکشاپ دنوموړي ولایت د دروښان لیسي په انګړ کې پیل شو.
یاد ورکشاپ د لغمان د پوهنې ریاست په همکاري او یو نیسف موسسي په مالي مرسته جوړ شوي، چي د مرکز او اړونده ولسوالیو د ښوونځیو ۱۱۵ تنه آمرین او تحویلداران پکې ګډون لري .
د یاد ورکشاپ موخه د ګودام د مدیریت، جنسي کتابونو کې د ثبت پروسیجر،تشریح ، خریداري شوي اجناسو خوندي کول، ویشل او ساتل دې.
د لغمان پوهنی رییس عبدالله (حمیدي) د ورکشاپ ګډونوالو ته سپارښته وکړه چې ددولتي مالونو د ساتلو او خوندي کولو لپاره خپل نهايي هڅې وکړي له دولتي وسایلو معقوله ګټه اخیستنه وشي دولتي وسایل او امکانات ملت د خدمت لپاره دي ، د بیت المال سره سطحي چلند کوونکي به تر جزايي مؤیداتو لاندې راشي چې بیا به یې د شکایت ځای نه وي پاتې



t