د بینډیو مهمي ګټي

د بینډیو مهمي ګټي

بینډۍ کېدای سي د ډېرو اشخاصو د خوښۍ وړنه وي، په خاصه توګه بیا د ځوانانو، مګر د ویټامین A،C، او B ګروپ ویټامینونو او د کلسیم، پوتاشیم، کبالت، منګنیز، فایبر په درلودلو سره د انسان د سلامتیا لپاره ډېري ګټوري دي.

د ځینو مهمو ناروغیو د درملني لپاره د بینډیو ګټي:

هغه خلک چي د ادرار په وخت کي د درد احساس کوي او یا یې هم سوزاک کېږي، نو کولای سي بینډۍ په اوبو کي ویشوو او د اوبو سره یې یو ځای مخکي د ډوډۍ څخه وخورو.

د ټوخي د درملني لپاره د بینډی د ریښې څخه د جوشاندې په توګه استفاده کول ډېر ګټور تمامېږي.

د بینډۍ جوشانده د مثانې ډبره ایسته کوي.

بینډۍ خوړل پوستکۍ ته نرموالۍ ورکوي.

هغه اشخاص چي کم خونه وي باید حتماً د بینډۍ څخه استفاده وکړي، ځکه بینډۍ د ویني ډېرولو اصلي مواد په ځان کي لري.

بینډۍ د سترګو دید قوي کوي.

بینډی دB1 ویټامینونو په درلودلو سره عضلي قوي کوي.

د ویني د چربي د کمولو لپاره بینډۍ ډېري ګټوري دي.

په شکري ناروغۍ د اخته کېدو مخنیوی کوي.

د پښتورګو په ناروغیو د اخته کېدو مخنیوی کوي.

د فولات په درلودلو سره د حاملګۍ په وخت کي د مېرمنو لپاره ډېري ګټوري او ضروري دي.

د ویټامین K په درلودلو سره د هډوکو په قوي کولو کي مرسته کوي.

په منظم ډول سره د بینډۍ خوړل د وزن د ډېریدو مخنیوی کوي.

ژباړه: عایشه عزیزي



ليکني او ژباړي معلوماتي
t