ژر ډوډۍ خوړل د وزن د زیاتوالي سبب کېږي

ژر ډوډۍ خوړل د وزن د زیاتوالي سبب کېږي

یوې نوي مطالعی ښودلې ده چي په هر څومره اندازه ژر ډوډۍ وخورو هغومره د وزن د ډیریدو احتمال سته. څیړونکي په دې نظر دي، هغه اشخاص چي ژر ډوډۍ خوری، د ډوډۍ په خوړلو کي وقفه نه کوي د لږ وخت په تیریدو یې ډیره ډوډۍ خوړلې وي.

دغه څیړونکي وایي چي کیدای سي دغه څیړنه د ټولو اشخاصو لپاره یو ډول نه وي.

د ژر ډوډۍ خوړولو زیانونه :

د ژر ډوډۍ خوړولو د مشکلاتو څخه یو دا هم دی چۍ خواړه په سمه توګه نه ژول کیږۍ، په همدې خاطر په معده کي په سمه توګه نه هضمیږي او انسان د سنګینۍ احساس کوي.

د څیړونکو په وینا د ډوډۍ خوړولو د شروع څخه بیا تر ختمه پوري لازم وخت ۱۵ یا ۲۰ دقیقې دی. هغه اشخاص چي ژر ډوډۍ خوری په دومره وخت کي یې ډیره ډوډۍ خوړلې وي مګر د موړتیا احساس نه کوي.

د ژر ډوډۍ خوړلو د مشکلاتو څخه یو هم د خوړو څخه په سمه توګه خوند نه اخستل دي.

د ژر ډوډۍ خوړلو له کبله په شکري ناروغۍ د اخته کیدو احتمال زیاتوي.

د زړه په ناروغیو د اخته کیدو امکان هم د ژر ژر ډوډۍ خوړلو له کبله زیاتیږي.

د ژر ډوډۍ خوړلو له کبله پر معدې د فشار په صورت کي د نس درد، هاضمي ستونزي، او د استفراق سبب کیږي.

ژباړه: عایشه عزیزي



روغتيا معلوماتي
t