پکتيا: څلور تنه وسله وال طالبان ونیول شول

پکتيا: څلور تنه وسله وال طالبان ونیول شول

د پکتیا امنیه قومندانۍ څخه ټاټوبي نيوز ته په رالېږل شوي خبر پاڼه کي ليکل شوي چي ددې ولايت ملي پوليسو د پکتیا اړوند بېلابېلو ولسوالیو کي څلور تنه وسله وال طالبان نیولي او څېړنې ترې روانې دي.
یادو نیول شویو اشخاصو په خپل جرم اعتراف کړی او زیاته کړې یې ده چې دوی بالفعل د وسله والو طالبانو په لیکو کې فعالیت کاوه.

د یادونې وړ ده چې یاد اشخاص د کشفي راپورونو له مخې نیول شوي دي چې غوښتل یې تخریبي فعالیتونه ترسره کړي.
د نیول شویو کسانو دوسیې به په معین وخت کې اړونده ارګانونو ته وسپارل شي.

دا لاسته راوړنې داسې مهال ترسره کیږي چې په تیرو څو ورځو کې افغان ملي پولیسو وسله والو طالبانو ته درنې مرګ ژوبلې اړولې دي.

وسله والو طالبانو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.



افغانستان پکتيا
t