ولسمشرۍ ماڼۍ بياځلي د حکومت دننه د جنسي ځوروني تورونه بې آساسه وبلل

ولسمشرۍ ماڼۍ بياځلي د حکومت دننه د جنسي ځوروني تورونه بې آساسه وبلل

د ولسمشرۍ ماڼۍ د وياند مرستيالې درانۍ عزيزي ويلي، د افغان حکومت دننه د جنسي ځوروني تورونه بې آساسه دي او په وينا يې چي په حکومت کي دننه د جنسي ځوروني پېښي هيڅ وخت نه سي تحملولای.

درانۍ په ډاګه کړې، چي د ښځو د حقونو موضوع خپله ولسمشر ته یوه سره کرښه ده او د حکومت تر ټولو لوړه مرجع هم په دې برخه کي ډېره جدي ده.

په دې آړوند د آرګ بياځلي غبرګون وروسته تر هغه ښودل کېږي، چي څه موده مخکي په افغان حکومت کي دننه د جنسي ځوروني له ادعاو پرده پورته سوه.

د حکومت دننه د جنسي ځوروني کیسې تر تېري مې میاشتي پوري پټي ساتل سوي وې، چي د ولسمشر یوه پخواني سلاکار جنرال حبیب الله احمدزي د يوې ټلوېزيوني مرکې پرمهال له دغو جنسي ځورونو پرده پورته کړه.


افغانستان جنسي ځوروني حکومت
t