ولسمشر: د ماشومانو وژل د ټولو بشري قوانينو ماتول دي

ولسمشر: د ماشومانو وژل د ټولو بشري قوانينو ماتول دي

ولسمشر اشرف غني وايي، سوله به راولي او راتلونکي ولسمشریزي ټاکني به هم پر خپل وخت ترسره کوي.

هغه د فساد ضد مبارزې آړوند د آروپايي ټولني ٥مي غونډي ته وویل: د وسله والو طالبانو وروستي بریدونه جنګي جنایت دی، د ماشومانو وژل د ټولو بشري قوانینو ماتول دي او دغه ډول پېښي جنګي جنایت بلل کېږي.

ولسمشر دغه راز زياته کړه، چي ټول اولس سوله غواړي او سولي ته رسېدل قوي اراده غواړي.

د نوموړي په وينا، حکومت سولي ته ژمن دی، سوله راولي او راتلونکي ټاکني به هم پر خپل وخت ترسره کوي.

هغه د فساد ضد مبارزه کي د لاسته راوړنو يادونه کړې او دغه مبارزه يې جدي بللې ده.

ولسمشر داسي وخت کي دغه څرګندوني کوي، چي راپورونه سته، چي سوله به تر ټاکنو مخکي وسي، خو که ټاکني تر سولي مخکي سي، نو ممکن د سولي پروسه تر ډېره د ځنډ سره مخ سي.



اشرف غني افغانستان ولسمشر
t