تېرو ١٥ کلونو کي د افغانستان نفوس ٤٦ سلنه زياتوالی موندلی

تېرو ١٥ کلونو کي د افغانستان نفوس ٤٦ سلنه زياتوالی موندلی

د جون ١١مه چي د نفوس د نړيوالي ورځي سره برابره ده، افغان چارواکي وايي، په تېرو ١٥ کلونو کي د افغانستان نفوس ٤٦ سلنه زياتوالی موندلی دی.

د احصايې ملي اداره اوسمهال د افغانستان نفوس ٣٢.٢ ميليونه يادوي، چي ١٦.٤ ميليونه نارينه او ١٥.٨ ميليونه ښځينه دي، دوی وايي، دا شمېره دقيقه نه، بلکي وړاندوينه ده.

د اقتصاد وزير مصطفی مستور وايي، د هيواد د نفوس وده د اقتصادي ودي پر وړاندي خنډ دی.

نوموړی زياتوي، د آړوند ادارو سره پر يوه ملي تګلاره کار کوي، چي د نفوس او اقتصاد ودي ترمنځ مساوات رامنځ ته کړي.

د آرقامو له مخي، په منځنۍ کچه د هري افغاني کورنۍ غړي ٧ تنه ښودل سوي، چي دا نسبت ګاونډيو هيوادونو ته لوړ آرقام دي.

چارواکي اندېښنه ښيي، که چېري د نفوس دا وده همداسي دوام پیداکړي، نو تر ۲۰۵۰م کال پوري به د افغانستان نفوس دوه برابره سي.


افغانستان نفوس
t