د کونړ اسعد اباد ښار ته د برښنا رسولو تجهیزات ورسول شو

د کونړ اسعد اباد ښار ته د برښنا رسولو تجهیزات ورسول شو

د کونړ ولایت مرکز اسعد اباد ښار ماڼو، یارګل او هجرت کلیو ته د برېښنا رسولو لپاره اړین تجهیزات مرکز اسعد اباد ته ورسیدل.

ددغه ولایت د رسنیو دفتر د کونړ برېښنا رئیس عبدالشکور له قوله ویلي چې د برېښنا په قېمت کې د پام وړ ښه والی هم رامنځته شوی.

ښاغلي شکور په وینا:

«له دې وروسته به ښاریانو ته ډیزلي برېښنا د ابې برېښنا په قېمت، چې یونټ په یوه نیمه افغانۍ کیږي ورکړل شي.»

دی وایي، کوښښ کوي د اسعد اباد ښار ټولو خواوو ته برښنا ورسوي.

کونړ د افغانستان له هغو غرنیو ولایتونو ځینې دی چې پریمانه اوبه لري، لوی سیند په کې بهیږي، خو تر اوسه له دې قیمي اوبو لازمه ګټه وانخیستل شوه او په ازادانه ډول پاکستان ته بهیږي.

که څه هم افغان حکومت وخت په وخت ژمنې کوي چې د کونړ پر سیند به د برښنا بند جوړوي، خو تر اوسه په عمل کې څه نه دي لیدل شوي.

باید یاده کړو چې ایله څو ورځې وړاندې د کونړ د سیند د غاړو د پخو جوړولو لپاره لومړني کارونه پيل شول، چې په دې سره به د سیند اوبه یو څه کنټرول شي.

 

 


افغانستان، د کونړ برښنا
t