جواد ظریف: د بریتانیا ادعا بې ځایه ده

جواد ظریف: د بریتانیا ادعا بې ځایه ده

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د بریتانیا وروستۍ ادعا بې بنسټه بللې.

بریتانې ویلي ول چې د ایران دریو کښتیو کوښښ وکړ چې په هُرمز تنګي کې د تیلو وړونکې یوه بریتانوي کښتۍ مسیر بدل کړي، خو بریالي نه شول.

د ایران فارس خبري اژانس لیکلي؛ د جواد ظریف ددې په غبرګون کې ویلي چې ادعا یې اساس نه لري.

جواد ظریف په وینا؛ د بریتانیا ددې ادعا هدف کړکیچ ته لمن وهل دي.

بریتانیا د ایران په پرونیو اقداماتو اندیښنه ښکاره کړې وه او د ایران له حکومته یې غوښتي ول چې سیمه کې کړکیچ کم کړي.

مخکې ایران هم بریتانیا ته خبرداری ورکړی و.

ایران ویلي ول په جبل الطارق کې د هغه هېواد د شاهي سمندري ځواک له خوا د تیلو د یوې ایرانۍ کشتۍ نیول کیدل به بې ځوابه پرې نه‌ږدي او مقابل کې به یې همداسې ګام پورته کړي.

داسې ښکاري که څه هم ایران د پرونۍ پیښې په اړه د بریتانیا ادعا رد کړه، خو له پرونۍ پیښې داسې ښکاري چې ایران د بریتانیا په مقابل کې خپله ژمنه بشپړه کړه.

ایران له امریکا سره د اټومي تړون پر سر په جنجال اخته دی. په دې لړ کې بریتانې هم وخت په وخت د امریکا ملاتړ کړی او ان خلیج ته یې د امریکا په ملاتړ خپل ځواکونه هم لیږلي ول.

 

 

 



بریتانیا او ایران نړۍ، خبرونه
t