جناز کې د مړي ژوندي کيدل

جناز کې د مړي ژوندي کيدل

هغه هندی ځوان چې خلکو فکر کاوه چې مړ سوی دی د جنازې مراسمو کې بيرته ژوندي سوی.
اتلس کلن ګاندهام کيران په دې وروستيو کې د تور ژړي ناروغۍ له کبله کوما ته تللی وو او ډاکټرانو فکر کاوه چې هغه د نباتي ژوند حالت ته تللی چې دې حالت ضايعه مغزي وايي، او دا کسان کوما سره مخ کيږي، هغوی ويښيږي اما پوهاوی يې ښکاره نه وي خو پوهيږي، ددې ځوان پوهاوی او بيداري تر دې رسيدلې وه چې د ډاکترانو هيله ترې و ختله، او اعلان يې وکړ چې کيران د شديدي مغزي سقطې له لاسه له مرګونې حالت سره مخ دی، دا ځوان د روغتون له لوري خپلې کورنۍ ته و سپارل سو تر څو د هندي مذهب سره برابر يې جنازه وکړي او مړی يې و سوځوي.
خو کيسه تمامه نسوه کله چې د جنازې د مراسمو د پيل لپاره د کيران پر بدن سپين ټوک. ايښودل کيږي نو مور يې متوجې کيږي چې دده تر سترګو راغلو اوښکو ټوکر لوند کړی، له همدې وروسته يې مور ډير ژر دده دوستان او خپلوان خبروي هغوی سمدلاسه د سيمي محلي ډاکټر را غواړي او له دريو ورځو وروسته کيران دې حالت ته رسيږي چې بايد پاملرنه نه ورته ډيره سي او له خپلې کورنۍ سره يې خبرې پيل کړې.

ددې اتفاق په رامنځته کولو سره د کيران مور زياته حيرانه وله له ژوندی سوځولی وای هغه غم سره سره چې ډاکټرانو يې زوی مړ بللی وو او شايد زوی تراوسه ددې اشتباه تشخيص علت مالوم نه دی خو ټول حيران دي.
سايدما د کيران مور اوس زياته خوشحاله ده او د خپل ناروغ زوي پالنه کوي



t