ادعاوې: ايران يوځل بيا د برېتانيا د تيلو کښتيو ته خنډ جوړ کړی

ادعاوې: ايران يوځل بيا د برېتانيا د تيلو کښتيو ته خنډ جوړ کړی

د بريتانيا دولت وايي چې ايران هرموز تنګي کې د بریتانوي کښتيو مخه نيسي او خنډونه ورته جوړوي
ددې هېواد د دفاع وزارت اعلان کړی چې د برتش پطرولیم شرکت يوه کښتۍ دريو ایراني کښتيو را ګرځولې او د هغې د تګ مخ يې نيوله
د بریتانیا دفاع وزارت وايي د بریتانیا د مونټروس پوځي کښتۍ مجبوره سوه چې د ایراني او بریتانوي کښتۍ په منځ کې راسي، او ایراني کښتیو ته یې خبرداری ورکړ، چې بیا یې مسیر بدل کړ.
د بريتانيا حکومت مالوماتو کې راغلي چې دا کښتي د ايران د ځانګړي ځواک سپاه پاسداران اړوند وې
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جیرمي هنټ وايي چې دوی په دې اړه اندېښمن دي.
ايران ښايي له بريتانيا څخه بدل اخلي ځکه برتانويانو تيره اونۍ يو ايراني کښتۍ درولې او تور يي پوري کړی وو چې دا کښتۍ سوريې ته تيل وړله




t