د ناروغیو په درملنه کي د سره ګلاب رول

د ناروغیو په درملنه کي د سره ګلاب رول

د سره ګلاب ګټور خاصیتونه د ځینو ناروغیو په درملنه کي په داسي ډول دي:

سره ګلاب آرام بخښونکی، د خسته ګۍ ضد، د عصبي سیستم د آرامتیا او همدا راز د بې خوبۍ د درملني خاصیت لري.

د ګلاب د چایو څخه استفاده کول د مېرمنو د حیض د دورې په منظم والي او د شدیدي خونریزۍ په درملنه کي مرسته کوي.

د ګلاب تېل د زخم په جوړولو، د رحم د درد په کمولو کي مرسته کوي.

سره ګلاب د انسان د بدن د اسکلیټ په تقویه کولو کي مرسته کوي.

د ګلاب د نورو خواصو تر څنک یو یې هم د پوستکي په ښکلا کي رول دی، چي د خنک والي خواص په درلودلو سره د پوستکي په تازه ګۍ او د پوست د ګونځو په لمنځه وړلو کي کومک کوي.

د سره ګلاب د تازه پاڼو څخه د سوځېدلي پوستکي د درد په کمولو کي هم استفاده کېږي.

د ګلابو د اوبو پاشل پر ژورو زغمونو د ویني د بندیدو لامل ګرځي او د زغم په ښه کېدو کي مرسته کوي.

ګلاب د بدن د چربي په کمولو، د غذا په هضم، د ویني د جریان، د معدې په سلامتیا کي هم مهم رول لري.

د بدن د هورمونو په تنظیم او د بدن د خولې د بد بوی په لمنځه وړلو کي هم استفاده کیږي.

ژباړه: عایشه عزیزي



روغتيا هر اړخيز او معلوماتي
t