د پوستکي په ښکلا کي د ګازري رول

د پوستکي په ښکلا کي د ګازري رول

د پوستکي لپاره د ګازرو د اوبو خواص:

پر پوستکي باندي د دانو د منځه وړل: په ورځ کي یو ګیلاس د ګازري اوبه څښل پر پوست باندي د ځوان دانو یا هم نورو دانو په لمنځه وړلو کي کومک کوي.

ګازري د انتي آکسیدن او لوړ بتا کاروتن په درلودلو سره د پوستکي په پاکېدو او د لمر د وړانګو په مقابل کي ساتنه کوي.

ګازري چي د ویټامین B او C او معدني موادو لکه پوتاشیم، سلنیوم، منیزیم درلودونکي دي، په پوست کي د کلاژن په تولید کي ډېروالی راولي چي د ویني د تصفیې سبب کېږي او په نتیجه کي یې د پوستکي د ښکلا او ځوان پاته کېدو کي مرسته کوي.

اتیا په سلو کي ګازري اوبه تشکیلوي چي پوستکي ته هم په زیاته اندازه اوبو رسولو کي مرسته کوي.

پر پوستکي باندي د زخم او د سوځېدلي پوستکي درملنه د ګازري بل مهم خواص دی.

پر پوستکي باندي د لکو د منځه وړلو لپاره کولای سئ د یوې ګازري اوبه راواخلئ، څو څاڅکي د لېمو اوبه پکښي ګډي کړئ او د پنبې په واسطه یې پر خپل پوست ووهئ، د دې طریقې په استعمال سره به د وخت په تېرېدو ستاسي د مخ لکې ورکي سي.

ګازري د ویټامین A او ویټامین E په درلودلو سره د پوستکي د ژر زوړوالي مخنیوی کوي.

خو په یاد مو وي چي د ګازري اوبه مو د سترګو سره نژدې په مخ مه وهئ او د استعمالولو په وخت کي یې اوبه تازه تیاري کړئ او همدارنګه د حد څخه ډېر زیات استعمال څخه یې هم ډډه وکړئ.

ژباړه: عایشه عزیزي



ليکني او ژباړي معلوماتي
t