په دوبي کي د غوماشو د مخنیوي اسانه لاري چاري

په دوبي کي د غوماشو د مخنیوي اسانه لاري چاري

غوماشي او مچان په دوبي کي انسان ته ازار ورکونکي موجودات دي، چي د انسان د نارامی سبب ګرځي. نن سبا د غوماشو د مخنیوي لپاره ډیر درمل سته خو د هغو څخه هر ډول یې د انسان د تنفس او سلامتۍ لپاره ضرر لري نو بهتره ده چي د غوماشو د مخنیوي لپاره د طبیعي او کورنیو طریقو څخه استفاده وکړو.

د شبۍ د نبات څخه استفاده وکړئ: دغه نبات ډیر ښه بوی لري او ارام بخښونکی دي. ددې نبات بوی کولای سي په ډیري اسانۍ د غوماشو او مچانو مخنیوی وکړي. نو تاسي کولای سئ چي ددغه نبات ګلدانۍ خپل د اطاق د کړکۍ سره کښیږدئ او یا یې هم روغن په خپل پوستکي ووهئ.

هوږه وخوری: کله چي تاسی هوږه وخورئ. په پوستکی کي کوچنی سوري د خپل ځانه څخه د هوږی روغن ترشح کوي او دغه روغن د غوماشو مخنیوی کوي. یا هم کولای سی یوه ټوټه ټوکر د هوږی په اوبو کي خیشت کړي او د وچیدو څخه وروسته یې د خپل اطاق پر دروازه او یا کړکۍ سره .

رنګه جامې واغوندئ: غوماشو ته تاریکه رنګونه جذابه وي نو که غواړي چي غوماشي درڅخه لیری وي روښانه رنګه جامې واغوندئ.

د سیب د سرکې او یا هم ساده سپینی سرکې څخه د سپری په ډول د غوماشو د منځه وړلو لپاره استفاده کولای سئ.

ژباړه: عایشه عزیزي



ليکني او ژباړي هر اړخيز او معلوماتي
t