امريکا اوس پر جواد ظریف بنديزونه نه لګوي

امريکا اوس پر جواد ظریف بنديزونه نه لګوي

څه موده مخکې امريکا د ايران پر مذهبي مشر آیت الله علي خامنه اي باندي بندیزونه ولګول چې هغه مهال ويل سوي وو چې ښايي دا ډول بنديزونه پر جواد ظریف چې د ايران د بهرنيو چارو وزير دی هم ولګول سي.
د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې ويل سوي چې امريکا ويلي پر محمد جواد ظریف به د اوس لپاره بنديزونه نه لګوي
د دې خبري اژانس په وینا، د امریکا دا پریکړه کولی سي، د ایران د کړکېچ په برخه کې د ډیپلوماسۍ لاره پرانېستې پریږدي.
دوه سرچینو چې رویټرز یې نومونه نه‌دي یاد کړي، ویلي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف به د اوس لپاره پر ایران د امریکا په بندیزونو کې شامل نه شي.
د امريکا او ايران ترمنځ کړکيچ اوس دې ته رسيدلی چې امريکا يې پر مشرانو هم بنديزونه ولګوي.



t